تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / اسلامي لارښوونې د وروستي او يوازني حل په توګه

اسلامي لارښوونې د وروستي او يوازني حل په توګه

شک نشته چې انسان يوازې هغه مهال د بريا، سوکالي او خلاصون په لوري تلای شي کله چې خپل خالق او مالک وپېژني او نېکمرغه لارښوونې يې د خپل ټول ژوند تګلاره وګرځوي. مطلب څو چې الله تعالی يې په خپله لوريېنه د نېکۍ او نېکمرغۍ پر لور روان نه کړي، توفيق يې ور په برخه او له ناوړه چارو يې کرکه نصيب نه شي، نو انسان خو هم خامخا هغه مخلوق دی چې زښته ډېر دښمنان لري او بېلابېلې غرضي خواوې يې د ځورولو، کړولو او پاتې کولو هلې ځلې کوي.
په دغه صورت کې د انسان ژوند سراسر په تورتم کې وي. د ژوند فزيکي ستړيا، روحي پرېشانۍ او په يوه منحرفه ټولنه کې د اوسېدو هغه نور په زرګونو غمونه، بداخلاقۍ او نورې ستونزې چې خامخا ور پېښې وي. هلته چې د نړۍ پر مخ متعدد باطل نظامونه هر يو د انسانانو پر يوه ډله واکمني چلوي، ولسونه برمته کوي او د ډنډې په زور يې هغو احکامو او قوانينو ته اړباسي کوم چې دغو زورواکو فرعونانو له خپلې ګېډې راوېستلي وي. دغه نړيوال زورواکي بيا زياتره وخت د خپلو ځاني سليقو، هوسونو او يا واکمنۍ پراخولو په مقصد يو بل ته دومره ښکر اچوي چې په ترڅ کې يې بې شمېره وګړو ته سختې ناخوالې او ناوړه مصيبتونه ور پېښيږي.
البته د دې ګردو لانجو، کشالو او بدمرغيو تر څنګ الله تعالی نړۍ ته بيا هم د يوازني او وروستي حل په توګه خپلې سپېڅلې لارښوونې هم را لېږلې. ځکه انسان ته يې چې د اشرف المخلوقاتو کومه مرتبه ورکړې او چې بيا يې د هغه د استفادې لپاره د کايناتو په مختلفو موجوداتو کې بېلابېل ګټور توکي هم ورته پيدا کړي نو دا ترې ښکاري چې د مخلوقاتو پالونکي ته هيڅکله دا موجود بې ارزښته نه دی. يقيني ده چې الله تعالی د ګردو انسانانو په هدايت او صلاحيټ خوشاليږي. او د کاميابۍ په صورت کې يې د هغوی لپاره خورا ستر نعمتونه چمتو کړي دي.
په دې توګه معلومه شوه چې د اسلام سپېڅلې لارښوونې په حقيقت کې د انسانانو د دنيا او آخرت دواړو د بريا ضمانت کوي او په همدغو لارښوونو کې د هغه د ګردو مشکلاتو وروستی او يوازنی حل هم پروت دی. دا چې موږ افغانان هم د اسلامي امت يوه برخه يو او د امت د نورو پرګنو په شان موږ هم دا وخت له يو لړ کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس ګرېوان يو نو له دې کبله د يو مسلمان ملت په توګه هم دا مسؤليت لرو څو د خپلو ګردو مشکلاتو د حل لپاره تر هر څه ړومبی د اسلامي لارښوونو يعنې د قرآن او سنت مبارکو سپارښتنو ته ډېر پام واړاوو. دا په دې وجه هم چې موږ د الله جل جلاله غوره دين يو کامل او شامل نظام بولو، کلک ايمان لرو چې په دغو لارښوونو کې هيڅ يو عيب او نيمګړتيا نشته او همدا هغه څه دي چې په دواړو جهانو زموږ بريا او خوشالي تضمينوي.
په دې بنا اوس نو که زموږ ولسونه د خپل مبارک دين بختورو سپارښتنو ته متوجه اوسي او ومني چې زموږ د ټولو موجوده کشالو يوازنی حل په همدغو مقدسو لارښوونو کې دی، بې له شکه چې موږ به د پرمختګ او خلاصون په لوري درومو. د مثال په ډول که زموږ ديني علماء، مشايخ او نور دينداره وګړي ګرد سره افغانانو ته دا روحيه ورکړي چې ټول مسلمانان سره وروڼه وروڼه دي، يو پر بل به ظلم نه کوي، سپکاوی به يې نه کوي، دښمن ته به يې يوازې نه پرېږدي او درغلي او غداري به نه ورسره کوي. وګورئ که په افغانانو کې فقط همدغه مفاهيم عام شول بيا به هيڅکله نه د بونګې لپاره څوک سړی وتښتول شي، نه به اجرتي قتلونه وي او نه به مسلمانان خپلو کې همداسې د بې دردۍ او بې حسۍ شپې تېروي. د هېواد ټول مشران او کشران ديني علماء، طالب العلمان، استادان او نور دينداره وګړي، اشخاص او تنظيمونه، ټولنې روزنيز او تعليمي مرکزونه ايماني او ملي وظيفه لري چې خپلو کورونو، جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، دفترونو او داسې نورو ټولو مراکزو کې د اسلامي لارښوونو يعنې قرآن او حديثو د درسونو انتظام او تر ممکنه حده يې د خپراوي په برخه کې هڅه هاند وکړي.
باور دی چې د همدغو بختورو درسونو په برکت به موږ له ګردو هغو مشکلاتو بريالي وځو کوم چې دمګړۍ ورسره مخامخ يو. څرګنده خبره ده چې زموږ د هېواد په سرکاري نظام کې يو لړ ستونزې تر ډېره د بهرنيانو له لاسه هم راپېښې دي. او دا هم ځکه راپېښې دي چې که زموږ چارواکي، سياستوال او نور په سمه توګه وپوهيږي چې د پرديو بې دينانو له اطاعت او متابعته ځان ساتنه ضروري او دا زموږ د ايمان يوه برخه ده نو پرته له شکه چې موږ بيا د درې نيم لاکه پوځ جوړولو ته اړتيا نه درلوده. بيا به په دې کچه پراخې جګړې نه وې او بيا به د جګړې له امله دا بې شمېره بدمرغۍ او فسادونه هم ډېر کم شوي وو.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*