تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / په ايراني عملياتو دې مشران نه خپه کيږي

په ايراني عملياتو دې مشران نه خپه کيږي

د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په دې خپه دي چې وايي د نيمروز ولايت په کومه سرحدي سيمه کې د ايران سپاه پاسداران انقلاب د يو ايراني انجينر د خلاصون لپاره عمليات ترسره کړي او نوموړی يې د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی. دوی د افغانستان خاوره کې دننه د ايرانيانو دا ډول عمليات بيخي نادوده بولي او فکر کوي چې دلته د امريکې او ناټو د نظامي ځواکونو په شتون کې داسې کړنې ډېره د شرم خبره ده. مشران له حکومته غوښتنه کوي چې زر تر زره دې په کابل کې د ايران سفير حاضر او رسمي احتجاج دې ورته وسپارل شي!.
موږ په دغه شان مواردو کې د مشرانو جرګې د غړو داسې خواشيني اصولاً پر ځای ګڼو خو په ضمن کې خپله دغو مشرانو ته هم يو څو پوښتنې متوجه دي چې بايد همدوی يې ځواب کړي.
لومړۍ پوښتنه دا ده چې دوی ولې د ايران د هغو څرګندو لاس وهنو په هکله چوپه خوله دي کومې چې له تېرو څه کم څلورو لسيزو او بيا خصوصاً له تېرو شپاړسو کلو يعنې د همدې نظام له پيل راهيسې د ايران له خوا ترسره کيږي؟ ايا مشران نه پوهيږي چې ايرانيان دلته په کلتوري، سياسي او مذهبي چارو کې څومره لاس وهنې او لمسونې کوي؟ موږ نه پوهېږو چې په يوه سرحدي سيمه کې د هغوی د خپل يو کس خلاصول به موږ ته ډېر زيانمن وي او که زموږ په سياسي او نورو ملي چارو کې بربنډې مداخلې؟ او که خبره دا وي چې ښاغلي مشران د ايران په نورو مداخلو له سره خبر هم نه وي او يوازې همدا وروستی اقدام يې پر خپل مستقل هېواد ډېر ستر تېری ګڼي، بيا نو ښکاره ده چې زموږ سناتوران د خورا سطحي نظر خاوندان دي.
دويمه پوښتنه دا ده چې ايا دوی د امريکې او ناټو په لس ګونو هغه بمبارۍ، شپنۍ چاپې او لارو کوڅو کې د هغوی له خوا بنديزونه او پلټنې نه ويني کومې چې هره ورځ د هېواد مختلفو سيمو کې سرته رسيږي؟
دريمه پوښتنه دا ده چې ايا دوی ته ايران دغه مداخله يوازې د نړيوالو ځواکونو په موجوديت کې د تعجب وړ ده؟ ايا زموږ دغه ښاغلي لا هم په دې ګومان دي چې بهرني ځواکونه دلته زموږ د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب لپاره پراته دي؟
خو که دا پوښتنې ټول افغان ملت ته وړاندې کړو او ويې پوښتو چې وروڼو حقيقت څه دی او تاسې څه فکر کوئ چې ايا دلته موجود بهرني ځواکونه رښتيا هم موږ سره د يو مستقل هېواد په حيث معامله کوي؟ ايا هغوی واقعاً د امنيتي تړون په حساب دلته دېره دي او ايا دا توقع پر ځای ده چې بهرنيان به مو د ايران او پاکستان له مداخلو وژغوري؟
باور دی چې هر عام افغان يعنې هغه کسان چې خپلې ځاني ګټې يې د بهرنيانو په شتون پورې نه وي تړلې، حتماً د دغو ګردو سوالونو په ځواب کې په زغرده وايي چې د امريکې او ناټو ځواکونه د پخواني بوش له وينا سره سم د صليبي يرغل په لړ کې دلته راغلي، د زرګونو بمباريو او هر ډول وسلو او وسايلو په کارولو سره يې دلته خپلې پښې ټينګې کړې، د ميليونو ډالرو په رشوتونو سره يې يو شمېر قوماندانان، قومي مخور، چارواکي، د مليشو سروالان او ځينې سياسي اشخاص د ځان مله کړي او لا هم لګيا دي هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې په يو او بل نامه زموږ يو شمېر هېوادوال په شهادت رسوي.
عام افغانان چې د يرغلګرو صليبي ځواکونو رشتونو يې پاک ذهنونه ور خراب کړي نه دي، ډېر ښه پوهيږي چې د همدغو بهرنيو ځواکونو يا د دوی په وينا نړيوالې ټولنې د شتون له امله پاکستاني پوځيان په خلاص مټ هره ورځ د ډيورنډ کرښې دا غاړه په توپونو او توغنديو ولي او زرګونه مظلوم پښتانه يې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړوېستلي دي. او د همدوی په شتون کې د ايرانيانو لپاره د هر اړخيزې مداخلې چانسونه برابر شوي دي. دغه راز افغان ولس د امنيتي تړون په حقيقت هم ډېر ښه خبر دی او پوهيږي چې زموږ او امريکې تر منځ دغه تش په نوم امنيتي تړون يعنې څه؟
همدغو واقعيتونو ته په کتو اوس بايد ټول دا ومني چې که په هېواد کې هره ورځ د بهرنيو ځواکونو په لاس زموږ لس ګونه هېوادوال وژل کيږي خو د حکومت او نورو مشرانو له خوا هیڅ ګيله نه اورېدل کيږي نو بيا به ايرانيان زموږ د خپلواکۍ څه پروا لري او ولې به د خپل يو کس د خلاصون لپاره په خپله لاس نه راغځوي؟
لنډه دا چې په دې ټولو وړو، غټو، ساده او پېچلو مسايلو ګرد افغان ملت ډېر ښه پوهيږي او همدا وجه ده چې د ايران په وروستی اقدام هم څوک چندان ډېر اعتراض نه کوي خو د افسوس خبره ده چې د مشرانو جرګې غړي په دې خپه دي خو تر دې پر ډېرو اهمو معاملو يې چورت هم نه دی خراب!

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*