تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د جنرال جوزف سپارښتنې

د جنرال جوزف سپارښتنې

د منځني ختيځ لپاره د امريکې لوړپوړی نظامي مسؤل جنرال جوزف اوټل تېره ورځ په يوه بيان کې پر افغان حکومت او پوځ سپارښتنه کړې چې هڅه دې وکړي څو په همدې ژمي کې پر طالبانو پرې کنده ګوزارونه وکړي او په راتلونکي اوړي کې د طالبانو تر بيا را پورته کېدو مخکې مخکې يې دومره کمزوري کړي چې په اسانۍ سره د روغې جوړې شرايطو ته غاړه کيږدي. نوموړی د افغاني عسکرو جنګي وړتيا هم ستايي او وايي چې هغوی به راتلونکي اوړي کې پر مخالفينو سخت تهاجمي بريدونه ترسره کړي.
البته دا نو يوازې جوزف اوټل نه دی چې د افغاني عسکرو مېړانه ستايي او جګړې ته يې هڅوي بلکې د امريکې او ناټو لوی چارواکي وخت پر وخت همداسې څرګندونې کوي او ټينګار کوي چې ګورئ په جګړه کې بې غيرتي او بې زړه توب ونه کړئ. خو بل لور ته دا زموږ لپاره خورا د افسوس خبره ده چې په هېواد کې مو د طالب او حکومت تر منځ جګړه روانه ده او دا اوس د همدې جګړې برکت دی چې جنرال جوزف او نور ملګري يې موږ افغانانو ته هره ورځ سپارښتنې کوي چې بايد د دوی ومنو او جګړو ته نور هم ښه زور ورکړو.
لويديځوال چارواکي پر موږ ټينګار کوي چې له ترهګرۍ سره جګړه کې سست او ټکني نه شو ځکه د دوی په فتوا افغانستان کې ترهګرۍ ډېر زور اخيستی او له ترهګرو سره سوله کول ناشوني او نا جايز دي.
دا هم خورا د تأسف خای دی چې زموږ د امنيتي تړون ملګري پر داسې مهال افغان پوځ او چارواکي جنګ جګړو ته هڅوي چې مرکزي حکومت پرته له طالبانو ګڼو نورو مشکلاتو سره سم مخ دي. دومره مشکلات چې ان موږ يې په شمار پسې نه شو رسېدلی، خپله مشران چارواکي خو يې بيخي ډېر ګنګس کړي. د مثال په ډول همدا اوس په شمال کې د بلخ والي ښاغلی عطا او په جنوب کې د کندهار امنيه قوماندان ښاغلی عبدالرازق د مرکزي حکومت لپاره خورا ډېر لوی سرخوږي دي.
خو ښکاره ده چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د کامل حضور، پياوړو نظامي اډو او پر ځمکه او فضا د هغوی له بشپړې واکمنۍ سره سره دا ډول بغاوتونه هيڅ امکان نه لري. يعنې دا به څرنګه ممکنه وي چې د امنيتي تړون او خارجي ځواکونو په شتون کې د بلخ او کندهار غوندې لوی لوی ولايتونه او ښارونه په ډاګه د بغاوت اعلان وکړي. په داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو ليرې اطرافي سيمو کې هم پنځه کسه ياغيان نه چېرته په ګډه کومه بې غمه شپه کولی شي او نه په يوه موټر کې سپرلي کولی. ځکه د مرکزي حکومت د بهرنيو دوستانو ټينګار دا دی چې فقط له دوی څخه دې مرسته غواړي او د بمبارۍ ست دې ورته کوي.
نو په دې دليل معلومه شوه چې اصلاً همدغه بهرنيان دي چې هم زموږ مرکزي حکومت ته څه نا څه ځيره ورکوي او هم د هېواد په لروبر کې هغه خپلسري زورواکان پالي چې امريکايانو سره ملګري دي خو وسلوالو طالبانو سره جوړ جاړی نه شي کولی او د جنرال جوزف له سپارښتنې سره سم وايي چې بايد خپله ټوله انرژي د ترورستانو پر خلاف استعمال کړي.
ګومان کيږي چې د مرکزي حکومت له خوا د اداري فساد پر خلاف مبارزه او تر خپله وسه اقتصادي پروګرامونه پر مخ بيول د دې لامل شول چې لويديځوال د دې حکومت پر خلاف دسيسو جوړولو ته لاس واچوي ځکه د زياترو سياسي کارپوهانو په نظر غربي چارواکي سره له دې چې زموږ هېواد کې له اداري فساده سر ټکوي، بيا هم په حقيقت کې د اداري فساد خاتمه نه غواړي. بلکې په دې ارمان دي چې د مؤمنو افغانانو ټاټوبی د بدمرغيو، ناخوالو، بې وزليو او زرګونو کړاوونو په يوه جهنم بدل وای.
دوی غواړي چې هر ولايت يوه جلا سرزوري حاکم ته ورکړي او که بيا يې نور څه هم له لاسه کېدل چې هر ولايت پر څو څو نورو زورواکو ملکانو ووېشي! او په دې توګه حکومت په ګردو اقتصادي، اداري او داسې نورو برخو کې پرمختګ ته پرې نږدي. تر دې چې يو شمېر پاخه سياستوال او ديني روڼ اندي شخصيتونه خو پر دې باور دي چې اقتصادي فعاليتونه ان تر ديني هڅو لا زيات پر غربي چارواکو ډېر بد لګيږي او هر کله چې څوک د اقتصادي رغنده پروګرامونو پر جوړولو بوخت وويني، فوراً لانجې کشالې ورته را پيدا کوي او يو ګام يې هم پرمختګ ته نه پريږدي. خو بيا هم زموږ افغانانو پر حال ډېر افسوس چې څرنګه له دغه شان څرګندونو او شيطاني دسیسو هيڅ درس و عبرت نه اخلو. په بې پروايي سره له پېښو تېريږو او هیڅکله مو په زړونو او ذهنونو کې يو داسې ايماني، ملي او وطني احساس نه راويښيږي چې راځئ ټول خپل منځي اختلافات خړو اوبو ته واچوو او هغو شيطانانو ته په نره ځواب ورکړو چې له واشنګټن، بروکسل او ژينو څخه موږ ته د جګړو د توندولو فرمانونه راکوي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*