تازه خبرونه
Home / سلایډر / د ټرمپ له غوسې به افغانان کومه ګټه واخلي؟!

د ټرمپ له غوسې به افغانان کومه ګټه واخلي؟!

نن سبا نړيوالې رسنۍ يو ځل بيا په دې بوختې دي چې وايي د امريکې ولسمشر پاکستان ته ډېر په غوسه دی او غواړي چې له دې هېواد سره پخوانۍ مرستې خو هسې بندې کړي چې لا نور يې هم پرې نږدي. خير، په هر صورت دا خو د امريکې او پاکستان خپل منځي چارې دي او ګومان نه کيږي چې د دوی دواړو زړو يارانو تر منځ موږ ځای شو. کېدای شي سبا کوم پټ تفاهم ته سره ورسيږي، کومه نوې سودا سره وکړي او شور ماشور يې ځای پر ځای سره کرار شي.
خبره دا مهمه ده چې زياتره رسنۍ او په رسنيو کې ږغېدونکي مېلمانه په دې ټينګار کوي چې وايي افغانان دې له دغې موقع ډېره استفاده وکړي! مانا چې د پاکستان او امريکې له اختلافه دې افغانان ګټه واخلي او دغه حالت دې يوه ښه موقع وګڼي. خو پوښتنه دا ده چې افغانان به له دغې موقع څرنګه استفاده وکړي؟ ځکه افغان ولس خو سمه ده چې د اسلامي امت د يو مسلمان ملت په حيث په رڼو سترګو ويني چې د اسلام دښمنان په کامل يووالي سره لګيا دي پر اسلامي هېوادو يرغلونه کوي، يو يو رانيسي او لاندې کوي يې. ايا نه ګورئ چې همدغه لويديځ هېوادونه دي چې د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاس وهنې کوي، بې ثباتي او بد امني پکې جوړوي، تجزيه کوي يې او خپلو کې يې سره اچوي؟ په عراق کې څه کانې وشوې، سوريه څنګه شوه، يمن، مصر، سودان، صوماليه، ليبيا، فلسطين، د خليج عربي هېوادونه او داسې نور د چا د مداخلو له لاسه کړيږي؟ او دا چې له تېرو شلو کلونو راهيسې پرله پسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دښمنۍ جوړولو لپاره تبليغات کيږي، ګټه به يې د چا وي؟
البته دا يو واقعيت دی چې زموږ په ګاونډيانو کې پاکستان او ايران دواړه تر خپله وسه زموږ هېواد کې د خپلو ګټو په موخه لاس وهنې کوي او ښه ډېر شرارتونه يې کړي دي. خو ايا دې ته هم د چا پام دی چې خپله امريکا او ناټو زموږ په هېواد کې څه لوبې کوي؟ اوس موږ د امريکې او پاکستان له اختلافه څه ډول ګټه واخلو؟
مطلب دا چې که فرضاً امريکايان راشي، پاکستان کې هم زموږ په شان لس پنځلس نظامي اډې او څلوېښت پنځوس زره عسکر پکې دېره کړي. يا دا چې هندوستان راولاړ شي، ټول پاکستان اشغال او کاملاً يې خپلې خاورې سره ضميمه کړي يا دا چې کوم طبيعي اپت را نازل او ټول پاکستان د ځمکې له سره ورک او محو شي، نو ايا زموږ هېواد کې به روان اړو دوړ ختم شي؟ ان که فرضاً د پاکستان له ختمېدو سره وسلوال طالبان هم يو مخ داسې محو شي چې يو هم پاتې نه شي، بيا به امنيت او ثبات راشي؟! بيا به له داعش سره څه چل کوو، بيا به د حکومت او ښاغلي عطا محمد اختلاف څرنګه حل کيږي او بيا به د مرکزي حکومت او ښاغلي عبدالرازق لانجه څوک ور فيصله کوي؟
په دې کې هم شک نشته چې زموږ کورنۍ ستونزې يوازې د وسلوالو طالبانو له درکه هم نه دي را پېښې بلکې يقيناً دلته زښته ډېر نور مشکلات هم شته دي چې افغان ملت ورسره لاس ګرېوان دی. دلته اداري فساد، قومي لانجې او د هېواد له ملي شتمنيو د کروړونو اختلاس غوندې بدمرغۍ هم را پېښې دي چې د پاکستان هيڅ ډول اغېز نه پکې ښکاري. ايا افغانان نه پوهيږي چې همدا موجود د ملي وحدت په نامه موازي او دوه سری حکومت چا جوړ کړ؟ بيا په همدې موده کې داعش ډله چا ميدان ته راوستله او دا چې همدا اوس په شمال کې عطا محمد او په جنوب کې قوماندان عبدالرازق له مرکزي حکومت نه د بغاوت توغ پورته کړی، ايا دا کومه وړه خبره ده؟
دلته پر دې واقعيت هم لږ غور کول په کار دي چې په هېواد کې د امريکې او ناټو د پنځلس زره عسکرو له موجوديت او زموږ پر ځمکه او فضا د دوی له بشپړ کنټرول او هغو مالي لګښتونو سره سره چې دوی يې زموږ پر حکومت کوی، بيا هم دا ممکنه ده چې په دومره لويه کچه بغاوتونه منځ ته راشي؟
د همدغو دلايلو پر اساس بالکل ثابته شوه چې لويديځوال په لوی لاس زموږ هېواد کې لانجې او ګډوډي راپاروي او خپل ځينې پخواني اشنايان هم په شا ټپوي څو له مرکزي حکومت نه ډېر امتيازات واخلي، يا خپلسرۍ او زورواکۍ ته ملا وتړي او په ډاګه مرکزي حکومت ته اخطارونه ورکړي؟! همدا وجه ده چې موږ بايد دومره سادګان هم نه اوسو چې د الله جل جلاله او هغه د دين دښمنان راځي يو يو اسلامي هېواد رانيسي، ورانوي يې او موږ لاسونه ورته پړکوو، دا حالت په خپله ګټه بولو او دې ته بالکل فکر نه کوو چې موږ يې هم له بې شمېره بدمرغيو سره مخ کړي يو او دا هيڅکله د منلو وړ نه ده چې هغوی دې زموږ خير وغواړي. لکه چې الله جل جلاله خپله په ټينګار سره وايي چې هغوی ستاسې تر منځ فساد اچولو کې هيڅ کمی او سستی نه کوي، کينه او رخه يې له خبرو هم ښکاري خو څه چې خپلو زړونو کې پټ ساتي، ډېر لوی شی (حسد) دی. پرېکړه خپله وکړئ چې ايا په دې کې زموږ د ګټې څه شته؟

ليکنه: استاد شهاب نيازی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*