تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / دا ځل د راشد ارمان په اړه اي پي ایل کې لویې تبصرې کیږي

دا ځل د راشد ارمان په اړه اي پي ایل کې لویې تبصرې کیږي

طالب نیوز – (۱۳۹۶/۱۰/۱۶): راشد ارمان چې دې وروستیو کې یې د کرکټ نړۍ مینوال ځانته حیران کړي دا ځل د هندوستان په ستر تجارتي لیګ (اي پي ایل کې ورنه سترې تمې کیږي او هیله ښودل کیږي، چې هغه به ډیر ګران بیه وپیرل شي.

په ای پي ایل کې د راشد ارمان د تیر کال لوبډلې سن رایزر حیدر اباد روزونکی وي وي لکشمن ته د یو ټویټ په ځواب کې څو کرکټ څیړونکو او مینه والو لیکلي، چې سن رایزر باید ژر تر ژره راشد ارمان واخلي؛ که نه بیا به ترې وخت تیر وي او هغه به په ستره بیه بلې لوبډلې اخیستی وي.
یوې خبریالې په خپل ټویټر کې لکشمن ته ځواب لیکلی: ښاغلی لکشمنه! تاسې باید راشد ارمان له ځان سره وساتئ، د هغه قابیلت ته په کتلو سره ویلی شم، چې نوموړی به په ډیره ستره بیه په ای پي ایلو کې وپلورل شي؛ ځکه د داسې لوبغاړو له پاره د لوبډلو مشران او رئیسان ډکې بټوې راوړي او په ستره بیه یې اخلي. خبریالې وړاندې لیکلي، که تاسې راشد وانخلۍ؛ نو یقیني یم، چې کومه بله لوبډله به یې ۱۰ یا ۱۱ کروړه واخلي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې راشد ارمان به سږ کال په اي پي ایل کې کومې لوبډلې ته ولوبیږي؛ خو تیر کال له محمد نبي عیسی خیل سره یوځای د سن رایزر لوبډلې له پاره لوبېدلی وو.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*