تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه

حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه د مدینې منورې د انصارو د خزرج قبیلې، بنو نجار له کورنۍ څخه دی، چې له نبوي هجرته مخکې مسلمان شوی و. اُبی رضی الله عنه په انصارو کې تر ټولو لومړنی کس و، چې د وحې لیکونکی شو؛ ځکه چې دی مخکې هم په لیک او لوست پوهېده، تورات یې لوستی و.
اُبی رضی الله عنه څنګه چې په پوه کې ساری نه درلود، همداشان د جنګ په ډګر کې هم اتل و. د نبي علیه السلام سره یې په ټولو غزاګانو کې ګډون وکړ، له بدر نه واخله تر طائفه.
د وخت زیاته برخه به یې د الله له رسول او د الله جل جلاله په پاک کلام باندې تېروله. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هر مجلس کې به حاضر و. نبي علیه السلام به قرانکریم ورته اوراوه او ورباندې حفظ کاوه به یې. او له دې سره سره د وحې د لیکلو کار یې هم ورڅخه اخیست.
يوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مجلس کې ناست و، چې ناڅاپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک مخ باندې د وحې د راتګ اثار ولیدل شول او د ځينو روایاتو له مخې په مبارکه ژبه یې د سورة البینه عبارات جاري شول.
حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه هغه ولیکل. کله چې جبریل رخصت شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اُبی ته وویل: الله جل جلاله ما ته امر کړی، چې زه تا ته قرآنکریم واوروم.
د اُبی رضی الله عنه په سترګو کې له ډېرې خوشحالۍ اوښکې ډنډ شوې او بیا بې هوښه شو.
حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه د قرآنکریم حافظ و او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم يوه ورځ وویل: په ټولو خلکو کې لوی قاري اُبی بن کعب دی).
يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه: په قرآنکریم کې د ډېر زیات عظمت والا ایت کوم یو دی؟ هغه وویل: (آية الکرسي). نبی علیه السلام د دې ځواب په اورېدو خوښ شو او ورته ویې ویل: چې ته دې تل په دې علم خوښ شې.
اُبی رضی الله عنه د پوهې په ډګر کې دومره له ټولو مخکې و، چې په نبوي دور کې د درس او افتاء مقام ته ورسېده، خلکو به ورڅخه قرآن زده کاوه او د بېلابېلو مسئلو پوښتنه به یې ورڅخه کوله.
يوه ورځ اُبی رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مجلس کې ناست و، چې یو کس راغی او ویې ویل: کله چې موږ ناروغه کېږو او یا څه تکلیف رارسیږي، په دې کې موږ ته څه ثواب شته؟
نبي علیه السلام ورته وویل: هو، په دې ناروغیو او تکلیفونو سره د مسلمان ګناهونه رژيږي.
اُبی رضی الله عنه ترې وپوښتل: آيا په وړو ناروغیو او تکلیفونو هم؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که د یو مسلمان په پښه کې اغزی هم ننوزي، د هغه د ګناهونو کفاره ګرځي.
له دې خبرې اورېدو نه پس ځان ته داسې دعا وکړه: خدایه! تل مې په تبه اخته ولره؛ خو د جمعې د لمانځه، حج، عمرې او جهاد کولو وس ورسره راکړه. له دې نه پس به تل د اُبی خفیفه غوندې تبه وه.
پېغمبر صلی الله علیه وسلم د رحلت په وخت کې د وروستي ځل لپاره اُبی ته قرآن کريم واوراو او بیا یې ورته وویل: جبرائیل راغی او راته ویې ویل چې اُبی ته قرآن واوروه.
له دې نه پس د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د قران کریم د ساتلو په موخه يوه ډله حافظان وټاکل شول، چې مشر یې حضرت اُبی رضی الله عنه و، هغه به وایه او نورو به لیکه.
د عمر رضی الله عنه په وخت کې به عمر رضی الله عنه او نورو صحابه وو رضی الله عنهم هم اُبی ته سید المسلمین (د مسلمانانو سردار) او سید القرأء (د قرأن د قاریانو سردار) وایه. ټولو به یې قدر او عزت کاو او ډېر خیال به یې ساته.
که به د قرآنکريم د کوم آيت پوښتنه کېدله، نو له اُبی نه به یې کوله، هغه به ویل: په مؤمن کې باید څلور صفتونه موجود وي:
۱ ــ که مصیبت پرې راشي، صابر واوسي.
۲ ــ که نعمت ور په برخه شي، شاکر واوسي.
۳ ــ که فیصله کوي، عادل واوسي.
۴ ــ چې څه وايي، رښتونی وي.
اتل حضرت اُبی بن کعب رضی الله عنه ټول عمر د قرآنکريم په تلاوت او تدریس تېر کړ، کله به یې چې تلاوت یا لمونځ کاو، نو له سترګو به یې اوښکې توییدلې، هره دریمه شپه به یې قرآن کریم ختماوه.
له ډېر تلاوت، تدریس او غزاګانو نه وروسته حضرت اًبی بن کعب رضی الله عنه په ۳۲ هجري کال کې وفات شو.
رضی الله تعالی عنهم

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*