تازه خبرونه
Home / سیاست / د افغانستان جګړه داعش ته سپارل کېدونکې ده

د افغانستان جګړه داعش ته سپارل کېدونکې ده

له تېرو دوه درې کلونو راهيسې هم د بهرنيانو او هم د ځينو کورنیو کړيو له خوا هڅه کيږي چې افغانستان کې د روانې جګړې د يو لوري قيادت داعش ته وسپارل شي. په دې لړ کې زښته ډېر تبليغات وشول. مثلاً که د هېواد کوم يوه کلي کې به چا د داعش نوم واخیست نو سبا به غرب پورې تړليو رسنيو رپوټونه خپارل کړل چې پلاني کلي يا سيمه کې په سلګونو داعشيان ليدل شوي او هلته عام و تام واک او حکومتولي د همدوی ده. که د بهرنيانو خوا ته به د اوښتو زيانونو خبره کېدله نو داعش ته به منسوبېدله او که د بهرنيو ځواکونو له خوا به د سختې جګړې او خطرناکې بمبارۍ کيسه وه نو ويل به يې چې دا ټول يرغلونه د داعش پر پخو مرکزونو ترسره شوي دي.
په دې توګه کرار کرار داعش ته نوم او شهرت ورکړی شو تر دې چې دا دی اوس په کابل او د هېواد نورو برخو کې د زياتره خونړيو بريدونو پړه د داعش له خوا منل کيږي. بل لور ته بيا په رسنيو کې پر دې خبره هم ډېر ټينګار کيږي چې که جګړه د طالبانو له خوا وي نو دوی خو افغانان دي او له حکومت سره يې د روغې جوړې امکانات ښه ډېر دي خو که د جګړې اصلي لوری داعش وي نو څنګه چې قيادت يې افغاني نه دی او نه يې داعيه يوازې افغانستان پورې تړلې ده، له دې امله دوی سره د روغې جوړې هيڅ امکان نشته او بيا به حکومت هم پرته له جګړې بله هيڅ لار ونه لري. اوس نو چې سړی دغو نښو نښانو ته ګوري، ډېر ښه پوهيږي چې د مغرضو کړيو له خوا د افغانستان جګړه حتماً داعش ته سپارل کېدونکې ده.
تر دې چې کېدای شي راتلونکو دوو کلونو پورې د حکومت پر وړاندې جنګېدونکی مهم لوری طالب نه بلکې داعش وي. نو که نړيوال سياست په همدې ډول روان وي او په هېواد کې هم نه د حکومت له خوا د دې خطر د مخنيوي لپاره څه مثبت اقدامات وشي او نه د طالبانو له خوا، بيا نو معلومه ده چې زموږ د دښمنانو دسيسې بريالۍ او دا ارمان يې پوره شوی چې افغانستان کې د سولې موضوع د تل لپاره داسې د خلکو له ذهنه وباسي چې بيا يې له سره د يادښت لپاره څه مجال نه وي. ځکه دوی خو همدا اوس لا پر ټول ملت منلې چې داعش سره سوله نه شي کېدای.
بيا نو طبيعي ده چې افغانستان کې به له جګړې پرته نه بل کار وي، نه بل سياست او نه به موږ وکړای شو چې د نړۍ له ملامتي ځان خلاص کړو؟ بيا خو به د نړۍ ټول هېوادونه، امريکا، ناټو، روسيه، چين، ايران، هندوستان، عربي هېوادونه او نور له يوې مخې ګرد سره خپل جنګي ځواکونه را لېږلي او دلته به زموږ پر کلي کور بمونه اوروي، يرغلونه کوي او خپل نوي جنګي اسباب را باندې ازمويي. ځکه زموږ په هر کلي، بانډه، ښار و اطراف کې به داعشيان وي او چېرته چې داعش وي هلته خو بيا هم کيمياوي او زهرجن بمونه جايز دي او هم د بمونو مور و پلار. هغه مهال خو بيا دا نشته چې څوک د رحم و زړه سوي کومه خبره وکړي ځکه داعش سره خو هر ډول چلند بالاتفاق جايز دی.
پاتې شوه دا خبره چې ايا حکومت کې داسې څوک شته چې پر داعش د طالبانو بدلېدو سره مخالف وي. يعنې داسې څوک چې داعشيان نه غواړي او طالبانو سره د روغې جوړې لېوالتيا ولري؟ دلته نو که سړی په حکومت کې شاملو اشخاصو او ډلو ته وګوري او د امنيتي ادارو چلند په نظر کې ونيسي، داسې معلوميږي چې هيڅوک هم نشته. مطلب دا چې سياستوال او چارواکي خو په حقيقت کې نه طالب غواړي او نه داعش، البته په تکتيکي لحاظ عموماً دا هڅه کوي چې طالبانو ته څوک حريف راوګوري او د هغه پر مټ يې زور اوبه کړي. ښايي دوی به فکر کوي چې ځه خير بيا به له داعشیانو هم په څه تدبير ځان خلاص کړو. خو عام باور دا دی چې که داعشيان د طالبانو بديل شول نو بيا به نړيوال زموږ هېواد کې جنګېدل پر ځان فرض بولي او چې موږ هر څه کوو ځان به نه شو خلاصولی.
بله پوښتنه دا ده چې ايا طالبان به له دغه حالت سره څه ډول مقابله کوي؟ په داسې حال کې چې له يوې خوا داعشيان مخ پر زياتېدو دي او له بلې خوا حکومت او بهرني ځواکونه يې شپه ورځ بمبارۍ کوي، دواړو خواؤ سره به طالبان تر کله جنګيږي او داسې جګړه به څومره ځواک او وسايل وغواړي؟ دا هم ښکاره ده چې طالبان هيڅکله نه داعش ته ځان تسليموي او نه دا زغمي چې د جګړې له ډګره ووځي. ځکه خو هم د ټول افغان ولس، هم د حکومت او هم د طالبانو ګټه يوازې په دې کې ده چې د بين الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې د سولې خبرې پر مخ بوځي او يوې مثبتې پايلې ته يې ورسوي.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*