تازه خبرونه
Home / سلایډر / طالب مشران که هر چېرته وي ملت خو سولې ته اړ دی

طالب مشران که هر چېرته وي ملت خو سولې ته اړ دی

د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګيلاني تېره ورځ د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې د سولې پر اړتيا ټينګار وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې پلمې دې نه کوي او د سولې په لار کې دې رښتيني عملي ګامونه واخلي. نوموړي زياته کړه اوس خو د طالبانو زياتره مشران هېواد کې دننه دي نو لازمه ده چې په دې اړه نور غفلت ونه شي خو د ښاغلي حامد ګيلاني دې څرګندونو د اجرائيه رياست سخته غوسه راوپاروله او توند غبرګون يې وښود. د اجرائيه رياست په غبرګون کې راغلي چې د هېواد سياستوالو ته لازمه ده څو د حکومت له بهرنۍ پاليسۍسره سم وچليږي او له داسې څرګندونو په کلکه ډډه وکړي چې سرکاري دريځونو سره په ټکر کې وي!. موږ غواړو په لومړي سر کې د ښاغلي حامد ګيلاني خبرو ته را تم شو او وګورو چې ايا د نوموړي څرګندونې رښتيا هم له ملي ګټو سره په ټکر کې دي؟ البته موږ دا پوښتنه بيا هم له نورو سياستوالو، حقوق پوهانو او چارواکو څخه نه کوو بلکې د خپل عام ملت نظر پکې غواړو او ښکاره ده چې زموږ غوڅ اکثريت او يا مطلقاً ټول ولس د سولې غوښتونکی دی. يقيناً عام خلک په هر صورت سوله غواړي او په هېواد کې د سولې ټينګښت زموږ د ټولو ولسونو ډېر زوړ ارمان او پرته له شکه په همدې کې د هېواد ستر ملي منافع خوندي دي. تر دې چې که حکومتي چارواکي سره لمبه هم شي او خلکو ته ډېرې نارې سورې هم وکړي چې د هېواد ملي ګټه د جګړې په دوام کې ده، خلک يې هيڅکله نه ورسره مني.
پاتې شوه دا خبره يې چې اوس طالب مشران زياتره په هېواد کې دننه دي نو دا هم تر ډېره واقعيت لري ځکه طالبان که د هېواد په داخل کې نه وي نو له تېرو شپاړسو کلو راهيسې يې جګړې ته څرنګه دوام ورکړی؟ له دې سره سره دا هم واقعيت دی چې د طالبانو يو غټ شمېر خواخوږي د هغو مهاجريڼو په منځ کې دي کوم چې دمګړۍ د پاکستان مختلفو ښارو کې استوګن دي. په دوی کې يو شمېر سپين ږيري ديني علماء او د مدرسو ځينې طالبان هم شامل دي. پر دې بنا نو سمه ده چې هلته به مختلفو چارو کې حتماً د طالبانو او هغوی د خواخوږو تر منځ څه نا څه مشورې روانې وي. مګر دا چې جګړه د هېواد په داخل کې روانه ده، طبيعي ده چې ګرد سره طالب مسؤلين به هم دننه وي. اوس به راشو د اجرائيه رياست توند غبرګون ته چې بې له شکه خورا ډېر بې منطقه دی. يو خو له دې کبله چې له سياستوالو يې د حکومتي پاليسيو د تأييد غوښتنه کړې. يعنې دوی وايي چې سياستوال دې په هر صورت د چارواکو خبره تأييد کړي. هغه که هر څومره له واقعيته ليرې او د هېواد له ملي ګټو سره په تصادم کې هم وي. د اجرائيه رياست دا بې منطقه غوښتنه خو حاجت څېړلو ته نه لري ځکه پر دې خو نن سبا زموږ يو شپون هېوادوال هم پوهيږي چې سياستوال د حکومتي پاليسيو پر تأييد او ننګه ملزم نه دي.
کېدای شي سياسي تنظيمونه په ځينو مواردو کې له حکومت سره سل په سلو کې اختلاف ولري او دا هم شونې ده چې سياستوال او حکومت د ملي ګټو په تعريف کې اختلاف ولري، مثلاً همدغه د جنګ او سولې موضوع. يا په بله وينا ايا طالبانو سره روغه جوړه کول به د هېواد په ګټه وي او که جګړې ته دوام ورکول؟ اوس نو که يوه سياسي ډله ټينګار کوي چې طالبانو سره دې حتماً د سولې خبرې پيل شي او پرته له شکه چې سوله کې د هېواد ستر ملي منافع خوندي دي. نو دا خبره بايد هيڅکله د حکومت د خواشينۍ لامل نه شي. البته دا نه ده مهمه چې طالب مشران چېرته دي. ځکه مشران که د هېواد په داخل کې وي او که پېښور، کويټه، کراچۍ يا په قطر او دبی کې. په هر صورت د اړيکو لپاره کافي ادرسونه شته او که حکومت وغواړي په هر ځای کې طالب مشرانو سره رابطه او خبرې کولی شي.
هو که واقعيت دا وي چې حکومت له سره په قطعي ډول طالبانو سره د خبرو هيڅ پلان نه لري بلکې د هغو جهتونو له خوا تر وروستۍ سلګۍ د جګړې کولو دنده ورکړی شوې وي کوم چې د دې مقصد لپاره زموږ درې نيم لاکه پوځ او پوليسو ته ټول کلنی لګښت ورکوي. بيا نو دا د چارواکو اخلاقي ذمه واري ده چې له دروغو ډډه وکړي. يعنې بيا دې خلکو ته نه وايي چې د بيان او سياسي فعاليت لپاره په هېواد کې بشپړه ازادي ده او هر سياسي تنظيم دې فکر و سوچ کوي چې څرنګه هېواد ته خپلواکي، سوکالي، هوساينه او پرمختګ راوستل کېدای شي.
مطلب دا چې د حکومت دا هڅه بيخي د منلو وړ نه ده چې وايي له دوی سره دې ټول سياسي تنظيمونه هم هماغه تکراري، کليشه يي او دروغجنې خبرې تأييدوي چې له تېرو شپاړسو کلو راهيسې يې ستوني پرې وشلېدل. هماغه پوچې خبرې چې وايي د طالبانو آدرس نه دی معلوم، د طالبانو پر ځای دې پاکستان سره خبرې وشي، طالبان خو له سره شته نه بلکې دلته جنګېدونکي ټول کسان پنجابي پوځيان دي، عربان، چيچنايان، ازبکان او نور دي.
له بده مرغه چارواکي له ګردو سياستوالو همدا غواړي چې د تېرو شپاړسو کلو په څېر نور هم د خلکو سترګو کې د خاورو اچولو هڅه وکړي او لا هم حکومت سره هماغه زاړه درواغجن شعارونه تکرار کړي. خو موږ او ټول افغان ولس باوري يو چې نور ملت را ويښ شوی او ليرې نه ده چې د ملي محاذ په شان نور تنظيمونه هم د خپل مظلوم ملت دغه بر حقه داعيه تأييد او له حکومته په کلکه وغواړي چې نور خپله هم له جګړې لاس واخلي او خپل بهرني دوستان هم وپوهوي چې تر دې وروسته د خپل ملت وژلو ته دوام نه شي ورکولی. نور په جګړه ټينګاره کول که د ملت لپاره تبايي ده نو د حکومت او چارواکو شرمندګي او سپکاوی هم ورسره دی. نو چارواکي دې خپله فکر وکړي چې تر څو به په دې پلمه له سولې ځان خلاصوي چې وايي طالب مشران پاکستان کې دېره دي.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*