تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / په سوريه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې هېښونکي ارقام!

په سوريه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې هېښونکي ارقام!

په سوريه کې جنګېدونکي فاطمي لښکر په دې وروستيو کې د هغو افغانانو د مرګ ژوبلې وروستۍ او کره شمېره اعلان کړې چې د نوموړي لښکر په ليکو کې د اسد رژيم په ملاتړ له نورو سني ډلو سره د جګړې پر مهال مړه يا ژوبل شوي دي. په دغه شمېره کې راغلي چې تر اوسه د سوريې په جګړو کې دوه زره افغانان وژل شوي او اته زره نور ټپيان شوي دي. د «لواء فاطميين» په نامه لښکر څو کاله مخکې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب په چوکاټ کې تشکيل او په سوريه کې د بشار الاسد د رژيم په ننګه له مخالفينو سره پر جګړې کولو مؤظف شو.
د ياد لښکر لپاره تر ټولو ارزانه جنګيالي په ايران کې دېره شيعه کډوال دي چې د ايرانيانو له خوا د تهديد او تطميع په نتيجه کې سوريې ته بيول کيږي. په ياد لښکر کې د افغانانو د شتون، شمېر او وژل کېدو په هکله وخت نا وخت نړيوالو رسنيو مختلف رپوټونه خپاره کړي او هېواد کې دننه هم د سياستوالو او چارواکو د پام وړ ګرځېدلي. په ځينو رپوټونو کې راغلي وو چې خواوشا شل زره افغانان د همدې لښکر په ليکو کې شامل او د سوريې له حکومت مخالفو سني ډلو سره په جګړه لګيا دي.
دغه موضوع د افغانستان په حکومت کې تل د بحث وړ وه خو له بده مرغه لکه چې معلومه ده دلته يوازې هغه موضوعات مهم ګڼل کيږي چې امريکايانو ته مهم وي. له همدې وجهې تر اوسه لا دغه موضوع چندان مهمه نه ده ګڼل شوې او کوم جدي غبرګون هم نه دی پرې ښوول شوی. تر دې چې د اجرائيه رياست دويم مرستیال ښاغلي محقق په کچه لوړ پوړو چارواکو هم پر هغو افغانانو شابسی ووايه څوک چې په لواء فاطميين کې د سوريې جګړې ته تللي دي. که څه هم څه موده وړاندې د ښاغلي محقق پر يادو څرګندونو څه نا څه غبرګون درلود خو د حکومت له لوري يې څه کلکه پوښتنه ونه شوه.
په هر صورت دا موضوع نه يوازې له دې پلوه د ډېر پام وړ ده چې ولې په يو ليرې هېواد کې هغه هم د اسد غوندې ظالم رژيم د ساتنې لپاره د يو شمېر افغانانو وينې تويې شي بلکې له دې کبله لا ترې زياته د بحث وړ ده چې څرنګه د افغانانو د منتخب حکومت لوړپوړي چارواکي دغه شان جګړو کې د يو غټ شمېر هېوادوالو د اشتراک ننګه وکړي؟! دغه راز په دغه موضوع کې د ايراني حکومت له خوا د افغانانو د بيولو چاره هم خورا درنه پېښه ده چې بايد حتماً د افغان حکومت له خوا څېړل شوې او د نوموړي هېواد پر خلاف مناسب اقدامات ترسره شوي وای.
پاتې شوه دا خبره چې زموږ خپل لوړپوړي چارواکي ولې د خپل ملت او حکومت له عمومي رأيې سره مخالفې څرګندونې وکړي او مخالف دريځ ولري. دا نو پرته له شکه د دې دليل دی چې زموږ د حکومت شريکوال رښتيا هم د خپل منځي تفاهم، ايتلاف يا اتحاد له لارې حکومت کې نه دي شامل شوي بلکې دلته په حکومت کې د برخې ترلاسه کولو لپاره يوازې او يوازې له بهرنيانو سره مشوره، موافقه او تړون شرط دی. دا ځکه چې که فرضاً دا حکومت د نړۍ له اوسني رواج سره سم د څو ډلو د ايتلاف په نتيجه کې منځ ته راغلی وای نو دوی به خامخا په دغه شان ملي مسايلو کې يو متحد دريځ درلود. خو دا چې د حکومت په جوړېدو کې دغه اصل هيڅ موجود نه ؤ بلکې ټول ارکان يې د بهرنيانو په خوښه راوستل شوي نو له همدې امله د لوړپوړو چارواکو لپاره د بهرنيانو تأييد درلودل بالکل شافي او کافي عنصر دی. تر دې چې که د دوی له جملې کوم يو هر څومره د ملي ګټو او ملي افکارو پر خلاف دريځ غوره کړي، بيا هم نه له دندې ګوښه کېدای شي، نه کوم بل زيان ور رسيږي او نه کومه سزا ورکول کيږي.
د يادونې وړ ده چې په لواء فاطميين کې د همدومره غټ شمېر افغانانو شموليت کې چې څومره د ايراني چارواکو تهديد او تشويق اغېز لري ښايي همدومره د هغو افغان سياسي شخصيتونو اغېز او لاس هم وي چې غالباً دغه شان لوړپوړي افغان شخصيتونه به هم د ايرانيانو د رشوتونو په زور د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون ننګه کوي. دا مانا چې ښايي خپله هم پردې ناسم دريځ قانع نه وي خو له دې سره سره د لويانو دا ډول څرګندونې يقيناً يو ستر ملي خيانت ګڼل کېدای شي. په تېره بيا داسې صورت کې چې د تلفاتو همداسې لوړ ارقام خپاره او ټول ملت هم ور باندې خبر شي. اوس نو ياده موضوع د ښاغلي محقق او ملګرو لپاره يې دومره خطرناکه شوه بيدو لکه دا ټوله مرګ ژوبله چې د همدوی په مستقيمه لارښوونه ترسره شوې وي.
مطلب دا چې د اتو زرو ټپيانو او دوو زرو وژل شويو افغانانو ګرد سره مسؤليت پر همداسې کسانو ور پرېوځي چې لا هم د هغوی په هڅولو او لمسولو لګيا دي. البته دا ډول چلند يوازې د هغو سياسي اشخاصو عادت وي چې د خپلو ځاني ګټو لپاره له مختلفو بهرنيو کړيو سره پټ پټونی او سازباز لري، عام ولسونه هيڅکله نه دا ډول جګړې تأييدوي او نه د پرديو هېوادو د ګټو لپاره د افغانانو د وينو بهېدو ملاتړ کوي. موږ هم په خپل وار د اسد رژيم د ساتنې او دفاع لپاره د لس زره افغان ځوانانو پر مرګ ژوبله خورا زياته خواشيني څرګندوو او له حکومته غواړو چې په هر ممکن صورت د دغه بهير مخه ونيسي.

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*