تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۰): د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پنځه قراردادونه منظور شول.
ياد قراردادونه چې ارزښت یې ۲،۳ میلیارد افغانۍ دی لاندې پروژې پکې شاملې دي:
له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لین د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شوه.
د موبایل له لارې د تنخواګانو د ورکړې پروژه.
د هرات ولایت د دوا کیفیت لابراتوار او روغتیایي محصولاتو د ودانۍ جوړول.
د ملي امنیت عمومي ریاست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ تېلو تدارک.
او د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز ریاست لپاره د PBX او CISCO ټلیفونونو د سیستم چمتو کول.
پر دې سربېره ملي تدارکاتو کمېسیون تر ۱۵٪ پورې د سالنګونو د ساتنې اړتیا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعدیل تائید کړ.
همداراز د ملي تدارکاتو په غونډه کې د کابل ـ لوګر سرک د ۷ کیلومتر جوړولو قرارداد هم وارزول شو، خو تاييد نشو. او داسې پرېکړه وشوه چې یاده پروژه فواید عامې وزارت ته یوسي او تدارکاتي پروسه یې د ياد وزارت له لارې بشپړه شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون له دوشي څخه تر بامیان پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې بیرته ور رد کړې او د مالیې وزارت یې مکلف کړ چې په دې اړه د پروژې تمویلونکو سره اړیکه ونیسي او همدراز تر یوې اونۍ پورې د پایلو په اړه یې کمېسیون ته راپور ورکړي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*