تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د هېواد ډېر څه برمته دي

د هېواد ډېر څه برمته دي

د ولسمشر دويم مرستيال ښاغلی سرور دانش وايي چې سره له دې چې د برېښنايي تذکرو ټول قانوني او تخنيکي پړاوونه پوره شوي او د ملت فرد فرد يې د وېش انتظار باسي، بيا هم دغه ستره ملي پروسه د يو شمېر قومي توند لارو له خوا برمته شوې ده. موږ دلته پر دې خبره بحث نه کوو چې برېښنايي تذکرې به د هېواد د وګړو په تنظيم او شمېرنه کې څومره اغېز لري، دې سره به د پرمختګ د چارو لپاره پلان جوړول څومره اسانه کيږي او دغه راز دا به د جعل کاريو په مخنيوي کې څومره رول لري.
زموږ مطلب دا دی چې د کومو وجوهاتو له امله د دې ډول ملي پروګرامونو مخه نيول کيږي او د کوم ځواک پر مټ يو وړوکی ټولګی د هېواد له غوڅ اکثريت سره دغه شان سپين سترګي کوي. ځکه دا خو يوازې د تذکرو د وېش خبره نه ده چې له کلونو راهيسې يې مخه نيول شوې او ځنډول شوې دي بلکې له بده مرغه دلته د هېوادوالو نور ډېر حقونه هم برمته شوي او ډېره لويه جفا ورسره شوې ده. د مثال په ډول بشپړ ولايتونه د څو زورواکو له خوا برمته نيول شوي، له کلونو راهيسې يې پر ګردو عوايدو خېټه اچول شوې او د مرکزي حکومت له واکه يې بالکل وېستلي دي. په همدې توګه د ملت يوه بله ډېره مهمه او ضروري موضوع چې د حکومت او وسلوالو مخالفينو تر منځ د سولې خبره ده، هم د څو مغرضو کسانو له خوا برمته شوې ده. په دې مانا چې که څوک په رښتيني ډول د سولې لپاره هڅې پيل کړي نو د همدغې مخصوصې کړۍ له خوا يې له يو او بل لوري په مخالفت کې اوازونه پورته کيږي، شور ماشور جوړوي او فوراً خپلو بهرنيو حليفانو ته خبر ورکوي چې ګورئ پلانی له ترهګرۍ سره په جګړه کې رښتينی نه دی. دا دی اوس د ترهګرو د ملاتړ خبرې کوي او زموږ هغه قربانۍ او لاس ته راوړنې په خړو اوبو وړي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې مو دهغو لپاره مبارزه کړې!
خو په حقيقت کې ټول ملت ته معلومه ده چې دې ډول اشخاصو څه ډول مبارزه کړې او څه لاس ته راوړنې لري. ايا دوی هغه خلک نه دي چې يو وخت يې د روسانو په ننګه همدغسې له خپلو هېوادوالو سره جنګ جګړې کولې، روسانو به جعلي افغانۍ ورته چاپولې او بيا به همدې جنابانو د هماغو جعلي کاغدونو په بدل کې د مظلوم افغان ملت پانګې تروړلې چې بالآخره يې ټول ملت د پولۍ ټک ته کېناوو خو ځانو ته يې په دبی، ترکيه او نورو هېوادو کې په لوړه کچه روزګارونه برابر کړل. او ايا بيا همدغه ډله نه وه چې زموږ پر ګران هېواد يې د امريکايي یرغل بشپړ ملاتړ او د هغوی لپاره د پلي لښکر دنده ترسره کړه؟
ښکاره ده چې د بهرنيانو لپاره د دومره خدمتونو ترسره کونکي به حتماً پر هغوی دومره ناز لري چې هم يې يوه نيمه تېر و زياته وزغمي او هم د ډېرې بدماشۍ اجازه ورکړي. البته داسې بدماشي نه چې بهرنيانو ته يې زيان رسيږي يا دلته د هغوی شتون ننګوي. يا د هغوی له لوري وارد شوي ارزښتونه او نظريات تر پوښتنې لاندې راولي بلکې دوی ته د داسې بدماشۍ اجازه ورکوي چې د دې هېواد ملي ارزښتونه مسخره کړي، ملي ګټې يې چورچپاو او پر خپلو ځاني ګټو بدلې کړي، له قانون سره يې سپين سترګي وکړي، د تجزيې لپاره حالات برابر کړي، د مرکزي حکومت ټول اوامر او فرمانونه تر پښو لاندې کړي او د افغانستان ملي ترمينالوژي اختلافي او ناندريزه وښيي څو په دې توګه ورو ورو دا يو موټی هېواد هم پر څو ملوک الطوايفي ووېشل شي.
دغو ښاغلو ته د بهرنيانو له خوا همدا ذمه واري ور سپارل شوې او بهرنيان د همدوی پر مټ دلته ځپل راتلونکي پلانونه تطبيقول غواړي. مقصد دا دی چې بهرني يرغلګر طبعاً زموږ هېواد کې داسې اشخاص نه غواړي چې هېواد يو موټی کول، قانون او نظم پلي کول، سوکالي او پرمختګ راوستل غواړي. پرته له شکه اختلاف جوړونکي، قانون ماتونکي، غله، ظالمان او درغلۍ کونکي خوښوي. ځکه د همدوی پر مټ خپلو اوږدمهالو موخو ته رسېدای او د تل لپاره پر هېواد واکمني چلولی شي.
د همدغو دلايلو او نښو نښانو پر اساس ويلی شو چې د هېواد د بنيادي اړتياؤ او سترو ملي ګټو برمته کونکي په پردي مېوږي ترپکې وهي او بې له شکه په دې ګردو بدماشيو، خپلسريو، زورواکيو او سرغړونو کې د همدغو بهرنيانو له خوا پر شا ټپول کيږي، هڅول کيږي او جرئت ورکول کيږي. که داسې نه وای نو ايا دا ممکنه ده چې له مرکزي حکومت سره د امنيتي تړون او زرګونو بهرنيو ځواکونو له شتون سره سره څوک دغه شان بغاوتونو ته زړه ښه کړي. هغه بهرني ځواکونه چې د مرکزي حکومت د ملاتړ او ټينګښت په پلمه دلته دېره دي او وسلوالو مخالفينو سره هم يوازې د دې لپاره په جګړه اخته دي چې ولې موجوده حکومت ته غاړه نه ږدي. ځکه خو دا حقيقت د لمر په شان څرګند دی چې که له يادې برمته کونکې ډلې سره د بهرنيانو ملګرتيا نه وای، دوی به هيڅکله دا ډول جرئت نه وای کړی چې تر دې کچې مرکزي محکومت ته ستونزې جوړې او پر وړاندې يې دومره سپين سترګۍ او بې شرمۍ ته لاس واچوي.
له دې کبله اوس دا هم د حکومت مسؤليت دی چې خپل ولس سره رښتينی اوسي،پر وړاندې يې د شفقت او خواخوږۍ چلند وکړي او له دغو واقعيتونو يې په ښه ډول خبر کړي. موږ باوري يو چې که مشران چارواکي د خپلو خلکو تر څنګ ودريږي او په واقعيتونو يې سر ور خلاص کړي، ډېر ژر به دغه نازولي زورواکان خپل اصلي وزن وګوري او ډېر ښه به وپوهيږي چې د ټول ملت پر وړاندې يې بدماشي نه چليږي.
لنډه دا چې حکومت د ولسي ملاتړ په زور دا ټولې برمتې را خلاصولی، بدماشان قابو کولی او خپلې ډېرې ستونزې اوارولی شي خو شرط دا دی چې دوی هم د خلکو تر څنګ ودريږي او غوښتنې يې ومني.

ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*