تازه خبرونه
Home / تازه خبر / سرور دانش: د برېښنایي پږندپاڼو پروسه قومي افراطیانو یرغمل کړې ده.

سرور دانش: د برېښنایي پږندپاڼو پروسه قومي افراطیانو یرغمل کړې ده.

د ولسمشردویم مرستیال محمد سرور دانش د برېښنایي تذکرو د وېښ د پروسې ځنډ د اندېښنې وړ وباله او ددغه کار په مخ کې خنډ اچونکي کسان یې قومي افراطیان وبلل.

ښاغلی دانش وایي چې د ملي هویت اړوندې بېلګې د هېواد په اساسي قانون کې تنظیم شوي او که څوک د قانون د تعدیل لپاره طرحه لري باید د اساسي قانون د تعدیل پر مهال یې مطرح کړي نه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پر مهال.

سرور دانش د اساسي قانون د څوارلسمې کلیزي د لمانځغونډې برخوالو ته په خپله وینا کې وویل :«د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره په مېلیونونو ډالر لګول شوي ټول خلک په تمه دي، چې دا بهیر پیل شي په هر دلیل د ځينو قومي سختدریځو له خوا په یرغمل نیول شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه : د ملي پېژاند په اړه ټول سمبولونه، لکه بیرغ، د هېواد نوم، قومیت، ملي سرود او داسې نور په اساسي قانون کې تنظیم شوي دي نه په یوه فرعي قانون کې څوک چې په دې اړه وړاندیز یا د تعدیل طرحه لري هغه مهال دې مطرحه کړي چې قانون تعدیلېږي نه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر مهال چې یوه ډېر مهم پروګرام دی.»

ښاغلي دانش دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره ورځ د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د برېښنایي تذکرو د وېښ پر ځڼد خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې ترهغو باید ونه ویشل شي ترڅو چې د ټولو خلګو اعتماد نه وي ترلاسه شوی.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*