تازه خبرونه
Home / تازه خبر / تیر کال ولسي خلک تر ټولو زیات په ننګرهار، کندوز او بادغیس کې زیانمن شوي

تیر کال ولسي خلک تر ټولو زیات په ننګرهار، کندوز او بادغیس کې زیانمن شوي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): راپورونه وایي، چې تیر کال ولسي خلکو ته تر ټولو زیات زیان په ننګرهار، کندوز، بادغیس او هلمند کې رسېدلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي: په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې تر ټولو زیات یې په « ننګرهار، کندوز او بادغیس» کې دي.
د یادې ادارې وروستي راپور ویلي: تېر میلادي کال په افغانستان کې له ۴۴۸۰۰۰ څخه زیات افغانان له خپلو مېنو څخه نورو سیمو ته کډه شوي، چې تر ټولو ډېرې (۱۲۳۵۳۸) کورنۍ یې په ننګرهار، ۳۹۵۵۰ کورنۍ په کندوز، ۲۶۶۶۹ کورنۍ په بادغیس او پاتې نورې کورنۍ یې په نورو ولایتونو کې د سختو جګړو له کبله بې ځایه شوې دي.
د نظر خاوندان وایي: د نورو ولایتونو په نسبت په ننګرهار، کندوز او بادغیس کې د زیاتو ولسي وګړیو د بې ځایه کېدو یو ستر لامل په یادو ولایتونو کې د داعش په څير د بهرنیو وسلوالو ډلو رامنځ ته کېدل او د غیر مسؤلو وسلوالو له حد زیاتې جګړې دي، چې لړۍ یې اوس هم دوام لري او حکومت یې به کنټرول کې پاتې راغلی دی.
بل لور ته د ملي شورا غړي وایي: دا چې د ننګرهار، کندوز او بادغیس په غرنیو ولسوالیو کې ژمی ډير سخت تیریږي؛ نو باید د بې ځایه شویو کورنیو غم وخوړل شي؛ خو بې ځایه شوې کورنۍ بیا حکومت په یاده چاره کې هم پاتې بولي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*