تازه خبرونه
Home / تازه خبر / افغان چارواکي لا هم د داعشیانو حضور پراخېدل نه مني

افغان چارواکي لا هم د داعشیانو حضور پراخېدل نه مني

طالب نیوز ــ (۱۳۹۷/۱۰/۲۱): که څه هم له ننګرهار، وروسته په کونړ، جوزجان، سرپل او بدخشان کې هم د داعشیانو د پراخ حضور خبرونه ورکړل شو؛ خو سره له دې افغان چارواکي د هغوی را اوچتېدل نه مني او وایي، چې داعش وسلوال به په هر ځای کې وځپل شي.
تیره ورځ د ملي شورا غړیو هم اندېښنه وښوده، چې له ننګرهار او کونړ وروسته د لغمان په دوو ولسوالیو کې هم داعشیان پیدا شوي، چې ښکاره فعالیتونه یې پیل کړي، د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو پر ضد بریدونه کوي.
په دې وروستیو کې د جوزجان او کونړ د ولایتي شوراګانو غړي په دغو ولایتونو کې داعش ډلې سره د ځوانانو یوځای اندېښمن کړي دي.
د جوزجان د ولایتي شورا رئیس بابر ایشچي منلې وه، چې داعشیان د ارزګان د قوش تپې او دزراب په ولسوالیو کې ډېر خوځښتونه لري.
بل لور ته تیره ورځ د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار هم د جرګې په عمومي غونډه کې وویل: د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې بايد جدي او لازم عملیات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې: نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم څه موده وړاندې ویلي وو، جوزجان د داعش وسلوال د جلب او جذب په مرکز بدل شوی او افغانستان کې د هغوی حضور پراخ شوی دی.
خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي: تر اوسه یې داسې راپورونه نه دي ترلاسه کړي، چې لغمان کې دې هم داعشیان پیدا شوي وي؛ خو دا بیا سمه ده، چې هغوی کونړ او جوزجان ولایتونو کې په یو شمیر ځایونو بریدونه کړي و، چې سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
وزیري ډاډ ورکړ، چې داعشیان به په هر ولایت، هره ولسوالۍ او هرې سیمې کې وځپل شي او د سر پټولو ځای به پیدا نه کړي.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*