تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ولسمشر: د ګوزڼ ناروغۍ باید په جدي توګه له منځه یوړل شي

ولسمشر: د ګوزڼ ناروغۍ باید په جدي توګه له منځه یوړل شي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): ولسمشر غني چې نن یې له غرمې وړاندې په افغانستان کې د ګوزڼ پروګرام د تطبیق د پرمختګونو او ننګونو په اړه یو راپور واورېده، ټینګار یې وکړ، چې د ګوزڼ ناروغۍ باید په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.
یاد راپور چې د عامې روغتیا وزارت او د اړونده ادارو مسؤلینو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرام د تطبیق د بېلابېلو ابعادو په اړه تیار کړی و، په ترڅ کې یې ویل شوي، چې: د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ګوزڼ خلاف جدي مبارزه شوې؛ اما ځينې ستونزې لا هم شته، چې نور کار ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه وايي: افغانستان تیر ۲۰۱۷ میلادي کال هم د ګوزڼ د څو مثبتو شاهد وو.
بل لور ته د ارګ خبرپاڼې د ولسمشر له قوله کښلي، چې، نوموړي وویل: له ګوزڼ سره د مبارزې په برخه کې شته ستونزې باید په نښه او پر ټولو لرو پرتو سیمو دې تمرکز وشي او دغه راز دې په دې اړه واضح او هراړخیز تحلیل ترتیب شي.
ولسمشر همداراز د موثر تطبیق او د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام بهیر د چټکولو په هکله اړونده مسؤلینو په ځانګړې ډول د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه، چې محلي مقاماتو سره په همغږۍ جدي او بیړني اقدامات وکړي.
غني په ټینګار وویل: اړونده ادارې دې په مرکز او ولایتونو کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عملي کېدو په خاطر له ټولو امکاناتو کار واخلي او په دې برخه کې دې لازمه همغږي رامنځته کړي.
هغه همدارنګه په راتلونکي کې په بشپړه توګه د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره پر ځانګړو تدابیرو ټینګار وکړ.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*