تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / ویده ماشوم:

ویده ماشوم:

مازیګر لمر په غړ غړه دی، د انګړ په منځ کې د ګلانو د کیاریو په غاړه وړوکی ماشوم په لوبو بوخت دی. په لمن کې خاورې اخلي، له یوه ځایه یې بل ځای ته وړي او هلته یې غونډوي، مور د کاله (کور) په کار اخته ده په ډیره بیړه لګیا ده، کالي سمبالوي، ځکه چې ماښام او وخت ډير ناوخته دی.
د کار په منځ کې یې چې پام شي ورغږ کړي چې زړګیه څه کوې، راځه ناوخته دی، هله جار دې شم!!!
ماشوم په خپله نیمکۍ او خوږه ژبه وایي: ډوډو پکه کم!
مور څه کوې؟ ماشوم ډوډو پک کم (ډوډۍ پخوم) مور د کاله په کارو بوخته او ماشوم په خپلو لوبو. وړې مرغۍ چې په کیاریو کې یې ټوپونه وهل خوشحاله او جلتې جلتې ګرځېدې، یوه یوه والوته او ټولې خپلو بچیو او ځالو ته ولاړې. وخت تیریږي، لمر ولوېده، تیازه راپورته شوه او د ځمکې په مخ راخوره شوه.
د اسمان په شنه او نامحدوده فضا کې ځای په ځای ستوري راښکاره شول. مور چې له کاره خلاصه شوه. له ځانه سره یې وویل: آه ماښام دی، ترغونې شوه بچی مې هلته لوبې کوي او زما هیر شوی دی. ورغله چې ګوري، ماشوم له خاورو نه وړې وړې او پلنې ډوپکنۍ (ټوپنۍ) جوړې کړې دي.
خړ پړ پروت دی، ستړی شوی دی په خاورو کې یې سر ایښی دی او د خوب د قاصدانو لاس ته یې ځان سپارلی دی.
د ماښام په خړه تیاره کې مور د خپل ماشوم سر ته ولاړه ده. زړه یې د یو عالم ترحم او زړه سوي نه ډک دی او چورت وړې ده:
هو! د ژوندانه مثال همدا دی!
موږ په خپل ژوند کې همدغسې په خاورو لوبې کوو!
په دغه لوبو اخته یو، چې د مرګ دروند خوب په موږ څپاو راوړي او بل عالم ته مو بوځي.
نو! آه څومره خوږې دي دا لوبې!
او څومره خوندور دی دا خوب چې په خپله خوښه او آزادۍ سره وي؟
«د استاذ قیام الدین خادم له نوي ژوندون څخه»

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*