تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ننګرهار : دحکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتې خبر ورکړل شوی دی

ننګرهار : دحکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتې خبر ورکړل شوی دی

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): په ننګرهار ولایت کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له رامنځ ته کېدو خبر ورکړل شوی، چې دواړو لوریو ته پکې درانه تلفات اوښتي
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي: تیره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په سورډاګ سیمه کې د وسله والو طالبانو په دوو نظامي مرکزونو عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې د څلور قوماندانانو «د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد، قاری خالد او د اسماعیل» په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور شکمن کسان نیول شوي دي.
د والي ویاند زیاته کړې، چې عملیاتو کې له وسلوالو په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې: ننګرهار کې د چاپې پر مهال ۱۳ عسکر وژل شوي؛ خو په مقابل برید کې هغوی ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه ویلي: تیره شپه امریکايي ځواکونو د افغان سپيشل فورس عسکرو په ملتیا غوښتل د خوګیاڼو ولسوالۍ سورډاک سیمه کې د طالبانو په یوه مرکز چاپه ووهي چې سخت غبرګون او بریدونو سره مخ شول او د نښتې جګړې پر مهال ۱۳ تنه داخلي سپېشل فورس عسکر وژل شوي؛ خو عسکرو په نیږدې کلي او د کلي په مسجد برید کړی، چې له امله یې ۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
خو د طالبانو د ادعاوو په ځواب کې دولتي چارواکو څه نه دي ویلي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*