تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هرات: رباط سنګي کې د ۱۱ عسکرو له وژنې خبر ورکړل شوی

هرات: رباط سنګي کې د ۱۱ عسکرو له وژنې خبر ورکړل شوی

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): طالبانو خبر ورکړی، چې د هرات په رباط سنګي کې یې د نښتې پر مهال یو شمېذ حکومتي عسکر وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي هم دي؛ خو چارواکي د طالبانو دغه څرګندونې ردوي.
طالبانو په یوه رسنیز بیان کې ویلي: « نن سهار یو ځل بیا د هرات په رباط سنګی ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په هغې عملیاتي قوې برید وشو، چې نهر صیاد او سګ بر سیمو ته د طالبانو پر خلاف د عملیاتو له پاره وتلي وو».
د طالبانو له خبر سره سم کله چې یاده عملیاتي قوه د هدف سیمې ته ورسېده؛ نو د طالبانو له لوري پرې د خښ شویو ماینونو چاودنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې ۳ ټانګونه ویجاړ شول او ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.
طالبانو ویلي: له ماین چاودنو وروسته نښته هم رامنځ ته شوې، چې تر ډیره یې دوام کړی دی؛ خو د لومړیو معلوماتو له مخې په دغه نښته کې ۱۱ عسکر وژل شوي او ۴ نور یې ټپیان دي.
بل لور ته د هرات ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د ادعاوو برخلاف ویل شوي، چې رباط سنګي ولسوالۍ کې د وسلوالو پر خلاف عملیات پیل شوي، چې تر دې دمه پکې ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو طالبان یوازې د یو تن ټپی کېدل مني.
اسد سوري

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*