تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کونړ: طالبانو منورې او چپې درې کې په ۸ پوستو بریدونه کړي

کونړ: طالبانو منورې او چپې درې کې په ۸ پوستو بریدونه کړي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۱): له کونړ ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، چې د یاد ولایت په منورې او چپې درې ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د دولتي عسکرو په اتو پوستو بریدونه پیل کړي، چې اوس هم دوام لري.
طالب نیوز ته د رارسیدلو خبرونو له مخې نن ماسپښين شاوخوا ۱ بجه د کونړ ولایت منورې ولسوالۍ اړوند انځرو ډب سیمه کې وسلوالو طالبانو د عسکرو په پوسته بریدونه وکړل، چې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم واوښته؛ خو یو لور یې هم تر اوسه کره شمیره نه ده واضح کړې.
طالبانو د خبر په تائید ویلي: نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د یادي ولسوالۍ مربوط کوترګټ او د تالاشۍ په نوم پوستو باندي هم د مجاهدینو له لوري بریدونه شوي.
د یو بل خبر له مخې نن سهار شاوخوا ۹ بجې هم د کنړ ولایت چپي درې ولسوالۍ اړوند د افغان ځواکونو په بیس او( د ګلسلک، مجیدکوټ، پایا او د قلا د نري په پوستو) ۴ دفاعي پوستو طالبانو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا شوې.
همداراز شاوخوا ۱۱ بجې د پایا او قلا د نري پوستو په عسکرو هم د طالبانو ناڅاپي بریدونه شوي، چې هغوی ته یې تلفات اړولي.
د کونړ ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسد سوري

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*