تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبان: په اروزګان کې په ۲۰ ورځو کې له ۲۰۰ ډېرو حکومتي سرتېرو ته تلفات اوښتي

طالبان: په اروزګان کې په ۲۰ ورځو کې له ۲۰۰ ډېرو حکومتي سرتېرو ته تلفات اوښتي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): طالبانو د خپلو خبري سرچینو پر مټ راپور ورکړی، چې په ۲۰ ورځو کې یې د اروزګان په بیلا بیلو سیمو کې د دولتي قواو له ۲۰۰ زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل: د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د امنیتي ځواکونو پلان شوي عملایت له سختې ناکامۍ سره مخ شوي او په ترڅ کې یې هغوی درانه مالي او ځاني تلفات ګاللي دي.
نوموړي وویل: « د حکومتي ځواکونو له لوري پیل شوي پراخ عملیات په بشپړه توګه ناکام او هغوی تېښتې ته اړ شوي دي، په دغه عملیاتو کې د هغوی یو شمیر مهمات له منځه ولاړل او په لسګونو کسان یې ووژل شول، همداراز یې د ټپیانو شمیر هم ډیر لوړ دی».
مجاهد وویل: شل ورځي وړاندې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د لندي کوڅي او سولي په سیمو کې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ سره تصفیوي عملیات پیل کړل، چې عسکرو، پولیسو، ملي امنیت او اربکیانو پکې برخه اخیستې وه؛ خو دغه عملیات وسلوالو طالبانو ناکام وګرځول او له سختې ماتې سره یې مخ کړل.
ده ویلي: د مخامخ نښتو، وسلوالو حملو، ماین چاودنو او د سپکو او درنو وسلو په جګړو کې ۲۳۷ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې د ۳ مهمو قومندانانو په شمول ۸۷ تنه سرتیري وژل شوي او ۱۴۰ نور یې ژوبل دي.
په ورته وخت کې طالبان بیا خپل لور ته هم د ۵ تنو د ټپی کېدو او ۷ نورو وسلوالو وژنه مني.
بل لور ته د ارزګان چارواکي دغه څرګندونې ردوي. دا څرګندونې په داسې حال کې تبادله کیږي، چې دفاع وزارت د دغو عملایتو په لومړۍ اونۍ کې د ۵۰ وسلوالو له وژنې خبر ورکړ.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*