تازه خبرونه
Home / تازه خبر / عطاءنور: حکومت دې د جمعیت ګوند په خوښه د بلخ لپاره والي او امنیه قومندان وټاکي.

عطاءنور: حکومت دې د جمعیت ګوند په خوښه د بلخ لپاره والي او امنیه قومندان وټاکي.

د بلخ ګوښه کړل شوي پخواني والي عطاءمحمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې شرط لګولې چې بلخ ولایت ته دې د جمعیت ګوند لخوا والي او امنیه قومندان وټاکل شي.

عطاءمحمد نور په بلخ کې د خپل ګوند د یو شمېر پلویانو غونډې ته وویل:

که‎چېرې حکومت له جمعیت سره هوکړې ته ورسېږي، والي او همدارنګه د بلخ امنیه قومندان دې د جمعیت له خوا معرفي شي، حاضر دی چې سبا ته د بلخ ولایت له مقام څخه لیرې شي.

نور په خپلو څرګندونو کې یوځل بیا د حکومت پر اجراییه رئیس نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې هغه د جمعیت ګوند نمائنده ګي نه شي کولای او نه هم هغه دده د لیري کولو پر سر له حکومت سره د هوکړې صلاحیت لري.

عطاء نور یو ځل بیا اخطار ورکړ چې ارګ یې د لیري کولو وس نه لري او زیاته یې کړه چې

:«ارګ  د مجاهدینو د وهلو لپاره له اجراییه رییس څخه مشروعیت اخلي؛ مثلاً زما په لیرې کولو کې یې ویلي وو چې له اجراييه رییس څخه یې موافقه اخیستې وه. اوس هم وايم تر هغه چې هوکړه ونه کړو، زما د لیرې کولو توان نه‎لرئ.»

بلخوا د ولسمشر له خوا د بلخ معرفي کړل شوی والي انجینر داوود بلخ ولایت ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه له دې وړاندې، د کابل په وزیر محمد اکبر خان کې ځان ته یو کاري دفتر پرانیستی وه او د ورځې یې له خلکو سره لیدل.

 

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*