تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د حزب اسلامي یوه لویه ډله زندانیان ازاد کړل شول.

د حزب اسلامي یوه لویه ډله زندانیان ازاد کړل شول.

د حکومت او حزب اسلامي د سولې د هوکړه لیک پربنسټ د یاد ګوند لسګونه غړي د پلچرخي له مرکزي زندان څخه ازاد کړل شول.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکې هم د یاد ګوند یو شمېر کسان له زندانه خوشي کړل شوي وو.

د خوشي کړل شویو بندیانو شمېر ۷۵ تنه ښودل شوی دی او دا شمېر تر هغه کم دی چې مخکې یې رسنیو په اړه راپورونه ورکول.

ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي نژدې ۲۰۰ بندیان به داځل خوشي کیږي، خو د چارواکو په خبره ، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یوازې ۷۵ کسان خوشي شول.

تر دې مخکې هم د حزب اسلامي دوه ډلې بندیان چې یوه یې ۵۲ کیسزه او بله یې ۱۸ کسیزه وه خوشي شوي وو.

حزب اسلامي وایي چې د هیواد په زندانونو کې د دوئ ۲۵۰۰ تنه زندانیان دی چې په خبره یې دوی یې د خوشي کولو هڅه کوي او حکومت هم د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال ورسره ژمنه کړې وه .

د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره د پلازمېنې کابل په مرکزي زندان (پلچرخي ) کې مراسم نیول شوي وو چې یو شمېر حکومتي چارواکو او د حزب اسلامي ځيني مشرانو په کې ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو وزارت د محکمو د اړیکو مسؤول شاه میر امیر پور غونډې د خبرو پر مهال وویل چې  دغه کسان د ولسمشر محمد اشرف غني د بښنې د فرمان پربنسټ خوشي شول.

امیرپور زیاته کړه چې یاد زندانیان د کورني او بهرني امنیت پرضد په جرمونو تورن شوي وو، چې د ځینو د بند موده یې ان ۲۰ کاله وه، خو په دوی کې هېڅ کوم یوه جنايي جرم نه درلود.

د یادونې وړ ده چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې پرمهال د زندانیانو خوشي کول یو له مهمو شرطونه څخه وو چې ځنډ یې د حزب اسلامي لخوا څو ځله نقد شوی هم وو.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*