تازه خبرونه
Home / تازه خبر / فاریاب کې دولتي ځواکونو ۱ قرارګاه او۶ پوستې طالبانو ته پریښې

فاریاب کې دولتي ځواکونو ۱ قرارګاه او۶ پوستې طالبانو ته پریښې

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): له فاریاب ولایته په خپرو شویو راپورونو کې ویل کیږي، چې: یاد ولایت کې طالبانو د افغان ځواکونو په پوستو پراخ بریدونه پیل کړي، چې له امله یې عسکر خپلو سیمو پرېښودلو او له پوستو څخه تېښتې ته اړ شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي: پرون مازدیګر د یاد ولایت د چهلګزي ولسوالۍ اړوند د کاریز او کنجک په سیمو کې د حکومتي سرتیرو په پوستو او قرارګاه بریدونه شوي، چې هغوی ته پکې تلفات هم اوښتي دي.
نوموړي ویلي: له نښتو وروسته عسکرو له خپلو ۶ پوستو او یوې پوځي قرارګاه څخه پښې سپکې کړې او هغه یې طالبانو ته پریښې دي.
طالب ویاند څرګنده کړې، چې د یادو پوستو او قرارګاه په نیولو سره د طالبانو لاس ته پراخه سیمه لویدلې ده، چې اوس پکې هغوی ازاد تګ راتګ لري.
په ورته وخت کې طالبانو وړمه شپه ۱۱ بجې هم د یادي ولسوالۍ اړوند د کاریز په سیمه کې د محلي پولیسو په پوستو له برید خبر ورکړی، چې په وینا یې له سپکو او درنو وسلو پکې کار اخیستل شوی او د قوماندان په ګډون پکې ۴ تنه اربکیان وژل شوي دي.
دوی منلې، چې نښته کې وسلوالو طالبانو ته هم تلفات اوښتي؛ خو د یادولو وړ یې نه بولي.
د فاریاب ولایتي چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*