تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ننګرهار: کې د یوه افسر په ګډون ګڼ شمېر امریکایان وژل شوي

ننګرهار: کې د یوه افسر په ګډون ګڼ شمېر امریکایان وژل شوي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): راپورونه وایي، چې: ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې یو تن نفوذي وسلوال په امریکايي ځواکونو برید کړی، چې هغوی ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي د پېښې تائید کړی او ویلي یې دي، چې: د اچین ولسوالۍ په مامندره سیمه کې یاده نښته رامنځ ته شوې؛ خو د تلفاتو کره شمیره یې نه ده معلومه کړې.
بل لور ته د ولایتي شورا غړي عبیدالله رسنیو ته ویلي: امریکايي ځواکونه د داعش پر ضد عملیاتو لپاره له پاڅوانوالو سره په خبرو بوخت و چې یو پاڅوانوال پرې ناببره برید وکړ، چې له امله یې دوه امریکایي پوځيان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې: ننګرهار کې په ډزو کې د دوې یو سرتېری ژوبل شوی دی. د یاد ماموریت خبرپاڼې ویلي: دوی د پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده.
په ورته وخت کې د سیمه ییزو پاڅونوالو یو قومندان خیر محمد رسنیو ته ویلي: پر امریکایانو برید کوونکی نوی له پاڅونوالو سره یوځای شوی وو. نوموړي ویلي: کله چې هغه برید وکړ؛ نو سملاسي امریکایي ځواکونو په پاڅونوالو برید وکړ، چې ۱۲ پاڅونوال پکې ووژل شول.
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري بیان کې ویلي: تېره ورځ ماسپښین یوه بجه د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندو سیمه کې په هغه غونډه کې نفوذي بریدونه وشول، چې ګڼ امریکايي افسران او عسکرو له داخلي عسکرو سره غونډه لرله.
ده ویلي: برید ۲ تنو نفوذي عسکرو (قومندان پاچاخان او قومندان میندار) چې د حاجي ظاهر قدیر په ملیشو کې لا پخوا استخدام شوي وو کړی، چې: له امله یې ۱۶ تنه امریکايي افسران او عسکر ځای پرځای وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپاین دي.
مجاهد زیاته کړې: له برید او درنو تلفاتو لیدو څخه وروسته سیمې ته امریکايي الوتکي راغلي او پراخه ساحه يې بمبار کړی چې تر ۲۵ تنو ملکي خلک يې هم شهیدان کړي دي.
د ننګرهار چارواکو بیا تر اوسه د ملکیانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*