تازه خبرونه
Home / تازه خبر / هلمند: ناوه کې د دوو پوستو له سقوط او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی

هلمند: ناوه کې د دوو پوستو له سقوط او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): راپورونه وايي، چې تیره ورځ د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په په دولتي ځواکونو بریدونه شوي، چې شپاړسو «۱۶» سرتیرو پکې خپل ځان له لاسه ورکړی دی.
د طالب ویند قاري یوسف احمدي له ادعا سره سم، تېره شپه لس بجې د ناوې ولسوالۍ اړوند د جرنامو په سیمه کې د پولیسو په پوسته د لیزري وسلو په مټ پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول.
ویل کیږي، چې د دغو بریدونو پایله کې پوسته په ټولیزه توګه طالبانو ونیوله او پکې میشت ۷ تنه پولیس یې هم ووژل.
معلومات ښيي، چې پوسته کې طالبانو ته پراخې وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
په ورته وخت کې طالبانو د نادعلي ولسوالۍ اړوند د کوچیانو په سیمه کې هم د لیزرې وسلو پر مټ د یوې پوستې له نیولو خبر ورکړی.
دوی ویلي: بیګاه شپه ۳ بجې د پولیسو په پوسته د لیزري وسلو برید وشو، چې پایله کې یې ۹ تنه پولیس ووژل شول.
طالبانو ویلي: نښتو کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د هلمند ولایتي چارواکو د طالبانو د ادعاوو په اړه ناخبري څرګنده کړې ده؛ خو باید وویل شي چې: وړمه ورځ هم په نادعلي کې دوو پوستو سقوط کړی وو.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*