تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / اساسي قانون د فساد د مخنیوي ستر اصل؛ خو که سم پلي شي

اساسي قانون د فساد د مخنیوي ستر اصل؛ خو که سم پلي شي


تیره اونۍ د اساسي قانون اونۍ وه، په دغه اونۍ کې د اساسي قانون ۱۴مه کالیزه پوره شوه، سره له دې چې چارواکي ادعا کوي هېواد مو د ورځني ژوند د هر ډول ضرورت اړوند هر اړخیز اسلامي قانون لري، بیا هم په حکومت کې د فساد ډونډورې دي او داسې ورځ به نه وي، چې کوم وزارت، ریاست، قول اردو، امنیه قوماندانۍ او کرارګاه کې به د فساد او غدر خبرې ونشي.
که د مالیې، مخابراتو او مخابراتي ټکنالوژۍ وزارتونو کې د مالیې د ورکېدلو خبرې کیږي؛ نو د کورنیو چارو وزارت بیا د فساد کور ګڼل کیږي. که له یوې خوا د دفاع وزارت په کمزورې رهبرۍ نیوکې کیږي؛ نو بل لور ته بیا د ښار جوړولو، فواید عامې، بیا رغونې او ټولګټو چارو، اقتصاد، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونه په پروژو او تړونونو کې په درغلۍ او خیانت سره تورن دي. که د بهرنیو چارو وزارت په کمزورې ډیپلوماسۍ او د ګاونډیو هېوادونو د تجاوزاتو پر خلاف په چوپتیا نیول کیږي؛ نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د زور واکانو له لوري د ده په کارونو کې په لاس وهنې تورن دي. که دعوه کیږي، چې د پوهنې وزارت سم کار نه دی کړی او قانون یې نه دی پلي کړی؛ نو کومه غلطه خبره نه ده؛ ځکه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د یاد وزارت اړوند زر ښوونځي تړلي پاتې دي. د لوړو زده کړو وزارت تر اوسه مشر نه درلود؛ نو د فساد اوج به یې څوک وټاکي؟ د حج او اوقافو په وزارت کې هم قانون ماتونکي ونیول شول او مرستیال یې داعي الحق عابد د فساد پر وړاندې د مبارزې د سترې څارنوالۍ له لوري مفسد وبلل شو. د عدلیې وزارت خو دا حالت دی، چې د لوړو چارواکو په اړه یې تر اوسه کومه پریکړه سمه او پر وخت نه ده کړې او خپل اعتبار یې له لاسه ورکړی دی. د ښځو چارو وزارت ټیکداران خو ټولو خلکو ته معلوم دي، د اوبو او انرژۍ وزارت په اړه ویل کیږي، چې د هېواد اوبه یې لا هم نه دي مهار کړي او هېواد مو بې بریښنا دی. د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د سترو عملیاتو او ناروغیو د درملنې له پاره کوم لوی روغتون نه لري، په پلازمینې کابل او لویو ښارونو کې د تاریخ تیرو درملو پلورل کېدل د یاد وزارت او امنیتي ارګانونو د کار کولو ستره بیلګه ده. له نشه يي توکو سره د مبارزې خبرې کیږي؛ خو د نشه يانو شمیر مو ورځ تر بلې په لوړېدو دی. د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارې هم حیرانونکې دي، د هوايي دهلیزونو نشتون، د ځمکني ترانسپورت د لارو ویجاړېدل هم سترې ستونزې دي، چې یاد وزارت یې له حکومت سره یوځای په حلولو کې پاتې راغلی دی. د شهیدانو وزارت دننه خو داسې اشخاص هم شته، چې د وژل شویو سرتیرو له کونډو خپل غرایض پوره کول غواړي. د سرحدونو وزارت مشري یو ناکام والي کوي، چې ټول عمر یې د سندرو او منکراتو په اورېدلو تیر شوی. د کډوالو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغانانو د راستنولو له پاره ښه کمپاین ترسره کړ؛ خو اوس د دغو کډوالو د خوندي کولو له پاره کومه ستراتیژي نه لري.
سره له دومرو ستونزو یو شمیر پرمختګونه هم شته، چې په تیرې یوې نیمې لسیزې کې نه تر سترګو کېدل، د لومړي ځل له پاره مو په منځنیو وسایلو سمبال ځینې مجهز روغتونونه جوړ شول، له هند او منځنۍ اسیا سره مو سوداګري پیل شوه، د ریل پټلۍ، د چابهار په څير بندر او هوايي دهلیز پرانیستل شو، اول وار دی چې واتوانېدو پاکستان باندې د نړیوالو فشار زیات او هغوی رښتینې همکارۍ ته اړ کړو. لومړی ځل دی، چې لویې څارنوالۍ او عدلي او قضايي ارګانونو لوړ پوړي چارواکي محاکمه او وروسته یې د بند موده ورته وټاکله، چې دا د فساد د له منځه وړلو ښه پیل ګڼلی شو او پایلو ته یې هم خوشبینه یو.
دا ټولو ته څرګنده ده، چې دلته خپله قانون جوړونکي قانون ماتوي او د عام ولس په څير چارواکي قانون ته غاړه ماتي نه شي درېدلی.
وړمه ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سرورد دانش هم دا ومنله، چې ځینو مواردو کې له اساسي قانون څخه سرغړونه شوې ده، هغه ژمنه وکړه، چې دوی به د قانون ماتونکو مخه ونیسي او د دې کار له پاره یې چټکې هڅې پیل کړې؛ خو په بله ورځ د نوموړي ساتونکو څو تنه عام ملکیان په ډيرې بې رحمۍ سره وډبول.
د افغانستان اساسي قانون چې ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د لویې جرګې له ‌خوا تصویب شوی او که چیرې په سمه توګه پلي شي؛ نو یقیني یم، چې د هر ډول ستونزو د حلولو له پاره ښه اصل دی.
لیکنه: عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*