تازه خبرونه
Home / لوبې ، روغتیا او ټکنالوجي / د افغان کرکټ ‎لیګ تړون له هندي شرکت “Snixer Sports” سره لاسلیک شو

د افغان کرکټ ‎لیګ تړون له هندي شرکت “Snixer Sports” سره لاسلیک شو

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۲): د افغانستان پریمیر لیګ تړون د هندوستان له (سنیکسر سپورټس) شرکت سره لاسلیک شو.
یاد تړون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل په انټر کانټینینټل هوټل کې د کرکټ بورډ د عمومي مشر عاطف مشعل او د سنیکسر سپورټس ((Snixer Sports نومې کمپنۍ د استازي ترمنځ لاسلیک شو.
په یادو مراسمو کې د کرکټ بورډ مشر وویل: دا لوی بری او ویاړ دی، چې له نن وروسته افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د یوه نړیوال لیګ څښتن شو.
نوموړي وویل: دغه لیګ به د دې لامل شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پیدا کړي او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته یو عایداتي سرچینه وګرځي، چې په پیل کې به یې کلنۍ کچه ( ۶ ) سوه زره امریکايي ډالر وي او ترڅنګ به یې لیګ د لوبغاړو لپاره هم ښه مالي سرچینه وي او همداشان به سوداګر هم لازمه ګټه ترې پورته کړي.
مشعل څرګنده کړه: په تیر مهال کې افغانان لیواله وو چې د هیواد لوبغاړي یې په کوم نړیوال لیګ کې ولوبیږي؛ خو دا دی اوس یې خپل هیواد افغانستان د نړیوال لیګ څښتن شو.
بل لور ته د کرکټ بورډ اجرائیه مشر شفیق الله ستانکزي وویل: « ۲۰۱۷ کال د افغانستان کرکټ لپاره پوره اهمیت درلود، په تیرو کلونو کې هم پرمختګونه شوي و؛ خو دا یو تاریخي کال وو، ان هغه خوبونه مو په ښه توګه ریښتیا شول، چې موږ ور نه ویره درلوده، سږ کال په (۲۰۱۸) کې مو هم دادی یو بل لوی خوب ریښتیا شو او هغه دا، چې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ هوکړه لیک لاسلیک شو، دا چاره به د دې لامل شي ، چې د افغانستان لوبغاړي د نړۍ له سترو روزونکو روزنه ترلاسه کړي مانا دا چې افغان لوبډله به له مالي او تخنیکي اړخونو مخکې لاړه شي».
په غونډه کې د سنیکسر کمپنۍ استازي انوراګ جهانور وویل: د افغانستان د کرکټ لیګ په نړۍ کې شپږم لیګ شو، یعنې تر دې مخکې پنځو هیوادونو غوره لیګونه درلودل.
هغه زیاته کړه چې په دغه لیګ کې پنځه امتیازلرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي، چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام کوي.
دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي چې ټولې به په ژوندۍ بڼه له تلویزیون خپرېږي.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*