تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / پردۍ جګړه، دوه زره وژنې او د شیطان په ارواح

پردۍ جګړه، دوه زره وژنې او د شیطان په ارواح

له کلونو راهیسې مو وینې تویږي، کله په حقه یو، د خپل دین، وطن او ځان ساتلو له پاره جهاد کوو، کله په ناحقه د خپلو وینو څښو؛ خو اوس مو یو دریم حالت هم ولیده او هغه دا چې د نورو وینو هم تویو، د هغوی په جګړو کې جنګیږو او خپل ځان د هغوی له پاره قربانونو.
د دا ډول جګړو تازه مثال د ایران له لوري سوریې ته د استول شویو هغو ۲۰۰۰ شیعه افغانانو مړینه ده، چې یاد هېواد کې د اسد ظالم رژیم په ملاتړ، له داعش ډلې سره جنګېدلي او ځينو نورو یې بیا په یمن کې د ایران په اشاره د حوثیانو ملاتړ کړی او په خوارو مسلمانانو یې رڼا ورځ تیاره ګرځولې.
مونږ له تیر یو نیم کال راهیسې راپورونه او خبرونه اورو، چې ایران د پيسو په بدل کې شیعه مذهبه افغانان سوریې ته لیږي او هلته یې د داعش وسلوالو له ( نړیوالې تروریستي شبکې ) سره جنګوي، چې د دغې جګړې اثر او د غبرګون تاو اوس مهال زمونږ په هېواد کې هم ښه ښکاره لیدل کیږي.
له کومې ورځې چې افغانان د داعشیانو پر خلاف سوریه کې جنګیږي؛ نو له هغې ورځې راهیسې مو په پلازمینې کابل کې د سلګونو مظلومو افغانانو قرباني ورکړه، کابل ښار او شاوخوا ځایونه څو ځله د سختو بریدونو شاهد وو، چې له امله یې په لسګونو کورونو کې د ویر او غم بادونه پیل شوي او لا هم چلیږي.
که څه هم مونږ هر ځل د استخباراتي کړیو د سختو او پېچلو لوبو شاهدان یو، که له یوه لوري انګلیس په خپلو منځونو کې وجنګولو او دری ځلې یې زمونږ په خاورې مستقیم یرغلونه وکړل؛ نو بل لور ته بیا روسانو هم پوره دوه لسیزې د سور اور په تنور کې وسوځولو، په وروستیو کې امریکا راغله، چې اوس یې هم د چلونو او فریبونو له لاسه هره ورځ ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او هره ورځ د بدبختیو کندې را ته جوړوي.
مونږ لا هم د هغو لکونو شهیدانو ارواحو په ارامه نه یو پريښي او کله مو هم له یاده نه دي وتلي، نو څنګه به د دوه زره نورو افغانانو د وژنې خبر وزغمو.
دا چې هېواد مو د څلورو لسیزو جګړو په هره برخه کې وځپلو؛ نو له امله یې د نا امني، کمزوري اقتصاد، خرابې ټولنیزې وضعې، سیاسي او دیني شخړو او لانجو ستونزې رامنځ ته شوې، چې اوس هم خلک ترې زوریږي.
همدا جګړې لامل شوې، چې افغانان یې د پیسو په بدل کې سوریې ته د جنګ له پاره ولېږل؛ ګنې هلته د افغانانو څه؟ مونږ د خپل هېواد له پاره کافي نه یو؛ نو نورو ته به څه خیر ورسوو.
له دې ټولو خبرو، څرګندونو، د سیاسیونو له توندو غبرګونونو، د نړیوالو رسنیو له سرټکي کېدو او د خلکو له غوصو سره سره حکومت لا هم په جدي توګه د هغو افغانانو غم نه دی خوړلی، چې ایران یې د خپلو ګټو له پاره په سوریې او یمن کې جنګوي.
مونږ په هر وخت کې په جدیت سره ویلي، چې نور باید د افغانانو وینې د پردیو د ګټو لپاره توېې نه شي ؛ ځکه نور له جګړو، جنګونو، بریدونو او حملو ستړي یوو.
افغانان هر وخت د افغانستان دننه او بهر د نیابتي جګړې مخالف دي؛ خو دا چې څو پردي پال اشخاص د داسې جګړو ملاتړ کوي او د جګړې ګرمولو له پاره هرې ناروا ته لاس غځوي، نو باید لاسونه یې ور قطع شي.
که څه هم حکومتي رهبران او چارواکو ویلي، چې: دوی د نړۍ په هیڅ ځای کې هم په جګړو کې د افغانانو له ګډون څخه ملاتړ نه کوي؛ خو لا یې هم د ایران د دا ډول کړنې په وړاندې کوم ښکاره غبرګون نه دی ښکاره کړی.
زه د ۲۰۰۰ نه د زیاتو افغانانو د وژل کېدو او تر ۸۰۰۰ پورې د ټپي کېدو په اړه سخته اندېښنه لرم او په حکومت د یو افغان په صفت غږ کوم، چې د دغو افغانانو د کورنیو غم وخوري، د ایران پر خلاف په نړیواله سطحه اواز پورته کړي او هغه اشخاص محاکمه کړي، چې هڅه کوي دغو جګړو ته خوار او غریب افغانان ولیږي.
دا چې د لمر په څیر روښانه ده: ایراني چارواکي او اخوندان له افغان مهاجرینو جلب او جذب کوي او د هغوی د مجبوریت او مذهبي احساساتو نه ناوړه ګټه اخلي؛ نو افغان حکومت باید له ډیپلوماتیکو لارو نه په ګټې اخیستنې سره دا مسئله تعقیب کړي او که په افغانستان کې يې سرچینې موجودې وي؛ نو باید عدلي، قضايي او کشفي ارګانونو ته لارښونه وشي چې تر عدلي او قضايي څار لاندې يې ونیسي؛ هسې نه چې د دې جګړې پایلې نورې هم خونړۍ او خواشینونکې شي.
یوه بله اندېښنه چې د یادې جګړې په اړه پیدا کیږي، دا چې: که شیعه مذهبه افغانان سوریې ته له تګ څخه ایسار نه کړو؛ نو لرې نه ده، چې په افغانستان کې به مذهبي جګړه پیل شي او داعشي وسلوال به له دغې جګړې په ګټې اخیستلو سره افغانستان لوټ لوټ کړي. بله دا چې دا ډول جګړې مونږ ته کومه ګټه هم نه لري، دا ده ۱۰۰۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته؛ خو د افغانستان یوه ولسوالۍ هم پرې اباده نشوه.
لیکنه: زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*