تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ویره ده، چې هوايي بمباریو سره به د ملکیانو تلفات نور هم زیات شي

ویره ده، چې هوايي بمباریو سره به د ملکیانو تلفات نور هم زیات شي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): افغان امنیتي چارواکي هر وخت ټینګار کوي، چې ځمکني ځواک سره باید هوایي ځواک هم پیاوړی شي او په وسلوالو نښتو کې دې له هوايي بمبارونو هم کار واخیستل شي.
د افغان چارواکو یاده هیله په پوره کېدو ښکاري، ځکه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي، چې: د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ۲۱فیصده زیات شوي وو؛ خو ویره ده، چې دغو بمباریو کې به د ملکیانو وژنه هم ډیره زیاته شي؛ ځکه تیر میلادي کال هم څو ځله، ننګرهار، هلمند، فاریاب، غزني، کندوز، تخار، فراه او یو شمیر نور ولایتونه د داسې بمبارونو شاهد وو، چې زیات زیان پکې ولسي وګړیو ته اوښتی وو.
بل لور ته په افغانستان کې د ناټو یو ویاند نیکولاس پلنټي ویلي: افغان ځواکونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد هوايي او ځکمني عملیات کړي او یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰۵۱ هوايي بریدونه ترسره شوي؛ خو څرګند نه ده، چې دغه بریدونه دقیقآ د افغانستان په کومو سیمو کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو په ۲۰۱۶ کال ۱۶۸۹ هوايي بریدونه کړي و؛ خو که د تېر کال شمېرې له وړم کال سره پرتله شي، شاوخوا ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.
د دې ترڅنګ نړیوالو ځواکونو هم په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۲۶۰۰ او په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۶۰۰ هوايي بریدونه کړي وو.
که یو طرف ته افغان حکومت په هرو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو خبره کوي؛ نو بل لور ته یوناما وایي، چې: په ۲۰۱۷ م کال کې د ملکیانو وژنه ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*