تازه خبرونه
Home / شعراو ادب / د زړه سره لاړم

د زړه سره لاړم

بلا موده په دغه لارو نا خبره لاړم
بس دغه ډيره وه نور نه شم د زړه سره لاړم
ته څه خبر یې ګرانې څومره مجبورۍ لرمه
ته څه خبره یې په څه حال له پیښوره لاړم
ما ته دا یو پیغور هم ډیر و چې د کلي یمه
ستاسو د ښاره بس په دې یوه خبره لاړم
کلی هم ستا شو کور هم تا واخست یار هم ته اخلې
تاسره نه کیږي یې دا دی زوروره لاړم
پښتون به نه یمه د دې خاورې اتل به نه یم
په کومه ورځ چې د کابل او له خیبره لاړم
اسرار اتل

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*