تازه خبرونه
Home / تازه خبر / امریکا افغانستان ته ، بې پیلوټه الوتکې ، درنې وسلې او سلګونه نور سرتیري استوي.

امریکا افغانستان ته ، بې پیلوټه الوتکې ، درنې وسلې او سلګونه نور سرتیري استوي.

امریکایي رسنیو د خپل هیواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی دی چې حکومت یې پلان لري چې افغانستان ته سلګونه سرتیري ، بې پیلوټه الوتکې او نور تجهیزات ولېږدوي.

د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت پینټاګون غواړي چې زر پوځي روزونکي، څو بې پيلوټه الوتکې او ګڼ شمېر پوځي تجهیزات افغانستان ته واستوي.

امریکايي چارواکو والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې له دې کار څخه یې موخه د وسلوالو په ځانګړي توګه داعش ډلې ځپل دي.

ورځپاڼه په خپل راپور کې کاږي چې دغه روزونکي به د روان کال د فیبروري میاشتې تر اخره افغانستان ته واستول شي.

په ورته وخت کې د امریکې د سمندري ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال برین ډي بیوډرلټ په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه داسې وویل:« موږ په افغانستان کې پياوړی سمندري ځواک لرو چې هره ورځ زموږ د افغان همکارانو ملاتړ کوي دغو پوځیانو د طالبانو نفو‌ذ یې په ځانګړي توګه هلمند کې ډير کمزوري کړی، دغه پوځيان به په اوږدې موده کې له طالبانوسره په جګړه کې اغېزمن وي.»

امریکایي چارواکي پر داسي مهال د زر تنه نورو پوځيان د لېږلو خبر ورکوي چې لا له وړاندې یې په افغانستان کې ۱۵۰۰۰ سرتیري له طالبانو او داعش سره په جکړه بوخت دی.

کارپوهان په دې باور دی چې د اضافي سرتېرو لېږل به امریکا ته هیڅ ګټه و نه رسوي او نه به د امنیت په تامین کې رول ولري.

د دوئ په اند چې په افغانستان کې د امنیت تامین یوازي د سولې له لارې راتلای شي نه د جګړې .

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*