تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي د کابل او اسلام اباد اړیکې ښه کول غواړي

د اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي د کابل او اسلام اباد اړیکې ښه کول غواړي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۳): د اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو چارواکي غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا اړیکې نارمل او ښې شي؛ خو ترڅنګ یې په پاکستان د فشارونو زیاتولو غوښتنې هم کیږي، چې د اړیکو په ټينګښت کې ستر خنډ ګڼل کیږي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي: غواړي د افغان سولې او د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ښو اړیکو د تامین په برخو کې له دواړو هېوادونو سره همکاري وکړي. نوموړي وویل: « ډېر ژر به زموږ ځانګړی استازی د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د بحث لپاره اسلام‎اباد ته سفر وکړي او موږ به خپلې ټولې هڅې د اړیکو د ښه‎ والي او دا چې د افغانستان ګاونډی هېواد په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره رول ولوبوي همغږي کړو».
بل لور ته خبر ورکول کیږي، چې: د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندې مشر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز ترمنځ د افغانستان د وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې او د واشنګټن او اسلام ابا ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې شوې دي. ویل کیږي، چې د جوزف ووټل او قمر جاوید باجوه ترمنځ دا خبرې په یو تیلفوني تماس کې شوې.
په دغه تیلفوني اړیکه کې د باجوه له خوړا ډاډ ورکړل شوی، چې پاکستان به پر خپله خاوره د هغو وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي، چې په افغانستان کې بریدونه کوي. نوموړي همداراز ویلي: پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره له هر ډول نوښت ملاتړ ته دوام ورکړي.
بل لور ته جوزف ووټل بیا د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ هم د ښو اړیکو په اړه ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو مثبتې اړیکې د وسلوالو په له منځه وړلو کې ګټورې تمامیږي.

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*