تازه خبرونه
Home / سیاست / په هرات، پکتیا او بلخ کې جګړې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

په هرات، پکتیا او بلخ کې جګړې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۴): طالبان خبر ورکوي، چې هرات، پکتیا او بلخ ولایتونو کې یې د بریدونو، مخامخ نښتو او جګړو پر مهال ګڼ شمیر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی وایي: د هرات په رباط سنګي، د پکتیا په ګردیز او د بلخ په شور تپې ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ۲۹ حکومتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو خبري بیان وايي: د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د ارباب رحمت په سیمه کې د عسکرو له عملیاتي قوې سره مخامخ نښته شوې، چې ۶ تنه پکې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. ویل کیږي، چې دغه جګړه اوس هم دوام لري او ښايي تر شا زیاته مرګ ژوبله ولري.
بل لور ته تیره شپه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند فقیرخاک سیمه کې هم د دولتي عسکرو پر پوستې له برید څخه خبر ورکړل شوی، چې ۳ تنه پکې وژل شوی.
همداراز د ګردیز اړوند شیخانو سیمه کې هم جګړه پېښه شوې، چې ۷ تنه عسکر پکې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې همداراز ویلي، چې: پرون غرمه شاوخوا ۱۱ بجې هم د بلخ په شورتپه ولسوالۍ کې له پولیسو او اربکیانو سره د طالبانو سختې نښتي ترسره شوې، چې د مازدیګر تر ۵ بجو یې دوام کړی او پر مهال یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو ویلي، چې د نښتو پر مهال د دوی ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د حکومتي ځواکونو ۶ عرادې ټانګونه او شوبلې یې هم له منځه وړې دي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*