تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کندهار او هلمند کې له درنې جګړې خبر ورکړل شوي

کندهار او هلمند کې له درنې جګړې خبر ورکړل شوي

طالب نیوز ــ ۰۱۳۹۷/۱۰/۲۴): طالبانو ویلي، چې د منصوري عملیاتو په لړ کې یې د کندهار او هلمند په بیلا بیلو سیمو کې لسګونه عسکر وژلي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته طالب نیوز ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې: د کندهار په غورک، میوند او تخته پل ولسوالیو او د هلمند په ناوې، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو نښتې رامنځ ته شوې، چې لسګونو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ویلي: پرون شپه د غورک ولسوالۍ د کیک په سیمه کې له ملي اردو عسکرو سره نیم ساعت مخامخ نښته شوې، چې ۱۱ تنه پکې وژل شوي
نوموړي وویل: همداراز د میوند ولسوالۍ اړوند د اشخ اباد په سیمه کې هم ۳ تنو نفوذي عسکرو خپل ۳ ملګري وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
ده وویل: د تخته پل ولسوالۍ اړوند د ملید په سیمه کې هم نن سهار د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو او ټاورنو د درنو وسلو بریدونه شوي، چې ۵ پولیس پکې وژل شوي او ۴ تنه نور ژوبل دي.
په ورته وخت کې قاري یوسف احمدي زیاته کړه، چې: تیره شپه دګرشک ولسوالۍ اړوند د پارچاؤ په سیمه کې د ملي اردو په پوسته وسلوال برید وشو، چې ۶ تنه پکې ووژل شول.همدارار ترابي هوټل ته څیرمه هم د اربکیانو په پوستو بریدونه شوي، چې ۷ تنه پکې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
ده وویل: چې پرون شپه د سنګین او ګرشک ولسوالیو تر مابین د ډاګو په سیمه کې هم نښتې رامنځ ته شوې، چې پر مهال یې ۶ تنه عسکر وژل شوي دي.
احمدي زیاته کړې، چې: پرون د ناوې ولسوالۍ اړوند د تبیلي په سیمه کې هم د ولسوالۍ مرکز ته پر غزیدلي سړک د پولیسو په پوسته وسلوال برید ترسره شوی، چې پر مهال یې ۵ تنه وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی.
د طالبانو ویاند ویلي، چې: له نښتو وروسته دوی ته یوه شوبله، یوه امریکایي دهشکه، دوه امریکایي ثقیلان، ۱۱ کلاشنکوفونو، ۲ راکټونه، ۲ هاوانونه، ۲ کارمولي ټوپکونه، ۱ د شپې دوربین، ۱۵۰۰۰ مرمۍ او ګڼ شمیر نور وسایل هم لاس ته ورغلي دي. چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دفاع وزارت مسؤلینو د طالبانو ټولې څرګندونې رد کړې دي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*