تازه خبرونه
Home / سلایډر / د کرکټ نولس کلنو ځوانانو په ورلډ کپ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ نولس کلنو ځوانانو په ورلډ کپ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

طالب نیوز ــ ۰۱۳۹۷/۱۰/۲۳): د نولس کلنو کرکټ لوبډلو په نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سرسخته سیال پاکستان په وړاندې ترسره کړه، چې بریا یې ترلاسه او د جام پیل یې په کامیابۍ سره وکړ.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ نولس کلنو ترمنځ د پیل لوبې لومړۍ توپوهنه پاکستان وکړه، چې: ۴۷،۴ اورونو کې یې ۱۸۸ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۸۹ هدف وټاکه.
پاکستان ته روحیل نذیر ۸۱، علي زیب اصف ۳۰، محمد طاحه ۱۷، حسن خان ۱۳ او ارشاد اقبال ۱۰ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې؛ خو ښه هدف یې و نه ټاکه.
د افغان لوبډلې له پاره عظمت الله او قیس احمد ۳،۳ او نوین الحق ۲ ویکټې واخیستې. همداراز ظاهر خان او نثار وحدت هم د ۱،۱ لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.
افغان نولس کلنو ورکړل شوی هدف د ۵ لوبغاړو سوځېدو سره په ۴۷،۳ اورنو کې ترلاسه کړ او لوبه یې ۱۵ توپه وړاندې په ۵ ویکټو وګټله.
د افغان لوبډلې له پاره درویش رسولي ۷۶، اکرام علي خیل ۴۶، رحمن الله ګربز ۳۱، نثار وحدت ۱۹ او عظمت الله ۱۲ زیاتې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري حسن خان ۲، شاهین شاه افریدي او محمد طاحه ۱،۱ ویکټه واخیسته.
د لوبې غوره لوبغاړی درویش رسولي وټاکل شو.
د کرکټ مینه والو، کرکټ بورډ او کرکټ لوبغاړو ترڅنګ ارګ، اجرائیه رئیس، سیاسیونو او مدني فعالانو هم په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې نولس کلنو لوبغاړو او افغان ولس ته مبارکي ویلې ده.
حسیب حمید

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*