تازه خبرونه
Home / میړني / نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه

نه هېرېدونکي اتل مسلمانان حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه

حضرت عمرو بن عبسه چې د مور نوم یې رمله بنت وقیعه و، د مستدرک حاکم د یو روایت له مخې د جلیل القدر مشهور صحابي حضرت ابو ذر غفاري رضی الله عنه د مور زوی یعنی اخیافي ورور و؛ خو ابوذر د بنو غفار قبیلې ته او عمرو بن عبسه د بنو سلیم قبیلې ته منسوب و.
د جاهلیت په دور کې هم له هغو کسانو څخه و، چې الله یې واحد لا شریک ګاڼه او بوتانو ته یې سجده نه کوله. حافظ ابن حجر عسقلاني خپله له حضرت عمرو بن عبسه نه روایت کوي: ما چې ځان پېژندلی، نو د بوتانو عبادت مې نه دی کړی.
يوه ورځ یو تن اهل کتاب راته وویل: چې زمونږ د کتاب وړاندوینې له مخې: په مکې مکرمې کې به یو داسې تن پيداشي، چې خلک به د بوتانو له عبادته منع کوي و د واحد لا شریک معبود بندګي ته به یې دعوت کوي او د هغه شریعت به له ټولو څخه بهتر وي.
عمرو رضی الله عنه وايي: دې وخت ته مې ډېر انتظار ووېست، یوه ورځ یو تن له مکې راغی او راته ویې ویل: په مکه کې یو سړی راپيدا شوی، چې خلک د بوتانو له عبادته منع کوي. او د یو خدای بنده ګي ته یې رابولي.
د دې خبرې په اورېدو مکې ته روان شوم، د نبي علیه السلام لټون مې وکړ، خو هغه د عکاز بازار (د عربي نړۍ نه به ډېر خلک د میلې لپاره راغونډېدل) ته تللی و، زه هم ورپسې ورغلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم مې په داسې حال کې ومونده، چې ده خلکو ته تبلیغ کاو؛ خو هغو ورپسې مسخرې کولې، نو زه ورمخکې شوی او پوښتنه مې ورڅخه وکړه، چې ته څوک یې؟ راته ویې ویل: د الله پېغمبر.
بیا مې ورته وویل: پېغمبر چاته وایي؟ ځواب یې راکړ: د الله جل جلاله لخوا پېِغام راوړونکي ته.
عمرو رضی الله عنه دې ته ورته نورې پوښتنې هم ورڅخه وکړې، یوه پوښتنه یې دا ورڅخه وکړه: تر اوسه چا ایمان درباندې راوړی دی؟ نو نبي علیه السلام حضرت بلال او ابوبکر صدیق رضی الله عنهما ته اشاره وکړه، د دې دواړو راباندې راوړی دی.
عمرو بن عبسه وايي: ما ورته وویل: زه هم ایمان راوړم او دا وایم: چې الله یو دی او شریک نه لري؛ خو نبي کریم صلی الله علیه وسلم راته وویل: نن پر مونږ ډېر ظلمونه کيږي، خپل وطن ته لاړ شه او کله چې مونږ غالب شو بیا راشه.
حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه تر اتم هجري کاله خپل وطن کې اوسېده، يوه ورځ لارویان د دې له جونګړې تېرېده، نو دا خبر یې ورکړ، چې هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) مدینې ته تللی او ډلې ډلې خلک ورځي او په اسلام کې داخلیږي.
له دې خبرې وروسته اتل عمرو بن عبسه روان شو او په ډېر کړاو یې ځان مدینې منورې ته وروساو او کله چې ورسېد. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته حاضر او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: آيا زه دې وپېژندلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هو، څو کاله مخکې دې زما د رسالت تصدیق کړی و.
عمرو رضی الله عنه د دې خبرې په اورېدو خوشحاله شو او ورته ویې ویل: ما ته هغه څه راوښیه، چې الله جل جلاله تا ته درښودلي دي.
له دې وروسته عمرو رضی الله عنه دیني احکام هم زده کول او غزاګانو ته هم ته د مکې فتحې په لس زره کسیز لښکر کې هم شامل و او له هغه وروسته د طائف په غزا کې هم.
د طائف غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویلک که هر چا د الله په لاره کې یو غشی ووېشت، په جنت کې به ده لپاره یوه دروازه خلاصه شي. نو اتل او قهرمان حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه په دې غزا کې پرله پسې شپاړس غشي وویشتل.
همداراز عمرو رضی الله عنه له وروسته ایمان راوړلو سره سره د صحابه کرامو په څلورم ټولګي کې ځای لري او ۴۸ احادیث یې روایت کړي دي.
عبسه رضی الله عنه د الله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېروي کې ژوند تېر کړی او په پای کې د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په دوره کې وفات شو.
حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه د خپل زهد او تقوی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پيروي په برکت د الله جل جلاله په درګاه کې منل شوی انسان و. د حضرت کعب رضی الله عنه غلام روایت کړي: يوه ورځ عمرو رضی الله عنه د رمې پيولو لپاره ځنګله ته لاړ، ډېر ځنډ یې وکړ. کله چې زه پسې ورغلم. نو ومې لیده چې هغه ویده دی او ورېځې سیوری ورباندې کړی دی. ما هغه راویښ کړ، هغه راته وویل: څه چې دې ولیدل هیچا ته به یې هم نه وايي، نو ما هم د ده تر وفاته چا ته ونه ویل.
لیکنه: عبدالروف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*