تازه خبرونه
Home / تازه خبر / خوست: قلندر کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست: قلندر کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو له خوا له رسنیو سره په یوې شریکې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې: وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په یو کاروان برید ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې: وسله والو طالبانو د خپلو منصوري عملیاتو په لړ کې تېر ماښام د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ اړوند دومند سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه کاروان د ښخ شوي ماین پواسطه برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي: طالبانو هغه وخت ماین ته چاودنه ورکړه، کله چې یاد کاروان د موسی خیلو ولسوالۍ ته پوځي اکمالات رسول.
د ماین د چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو یو رینجر په بشپړ ډول ویجاړ شول او همداراز ۸ تنه عسکرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو برید زیات شوي، چې امنیتي مسؤلینو یا منلي او یا یې هم رد کړي دي؛ خو د دې برید په اړه تر اوسه د خوست امنیتي چارواکو څه نه دی ویلي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*