تازه خبرونه
Home / تازه خبر / خان جان الکوزی: د ګمرکونو عواید د زورواکو لاس ته ورځي

خان جان الکوزی: د ګمرکونو عواید د زورواکو لاس ته ورځي

د افغانستان د ګمرکونو موضوع یو له فساده ډکه موضوع بلل کيږي. چې د ننګرهار ولایت ګمرک یې یوه ستره بېلګه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي: د مالیاتي سیستم د بدلون او اصلاح کېدو وروسته اوس هم له سوداګرو څخه په غیرقانوني ډول پيسې اخیستل کيږي.
د يادې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن یوې غونډې ته وویل: زورواکي او نامسؤله کسان د دولت او د خلکو ډېر عواید حیف او میل کوي.
الکوزي وویل: هغه څوک چې د ټوپک په واسطه حکومت کوي، له خلکو مالیه اخلي او مستقیماً د ګمرکونو په کارونو کې مداخله کوي، نو باید حکومت یې مخه ونیسي.
د عوایدو عمومي رئیس عبدالحبیب ځدراڼ وویل: مالیاتي سیستم او مالیاتي قوانین یې ساده کړي او هڅه کوي چې د مالیې ورکړه برېښنايي او د ستونزو د حل لپاره یو بورډ جوړ کړي.
د ماليې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ بیا وايي: په ګمرکونو کې فساد شته؛ مګر د پخوا په پرتله کم شوی دی؛ خو ډېر زیات هم نه . همداراز زورواکي پکې شتون نه لري. او د فساد د مخنیوي لپاره هم مونږ اصلاحي پروګرامونه لرو.
وردګ زیاته کړه: د تېر کال په نسبت عواید ۱۴ سلنه زیات شوي، چې روان کال ۷۳ ملیارده زیات عواید راټول شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي: د تېرو کلونو په نسبت ۵۰ فیصده تولیدات او واردات کم شوي، خو په منظم سیسټم سره د مالیې راټولول د دې لامل شوی چې: د حکومت عواید زیات شي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*