تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / په اچين کې د بهرنيانو د ملګرتيا ناوړه انجام

په اچين کې د بهرنيانو د ملګرتيا ناوړه انجام

رپوټونه وايي چې تېره اونۍ امريکايي الوتکو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ظاهر قدير د مليشو پر يوه مرکز سخته بمباري وکړه چې په ترڅ کې يې ديارلس کسه اربکيان ووژل شول. د دوی له ډلې د اتو کسو جسدونه په هماغه ورځ خلکو ترلاسه او بيا يې خاورو ته وسپارل خو د پنځو يې لا هم نه دي موندل شوي چې وايي پلټنه يې روانه ده. دا بمباري وروسته له هغه شوې چې د اربکيانو د يادې پوستې دوو تنو وسلوالو پر امريکايي عسکرو ډزې وکړې او هغوی ته يې پوره مرګ ژوبله واړوله. په خبر کې ويل شوي چې نوموړي دوه کسان هم بيا متقابلو ډزو کې وژل شوي دي. د ځينې عيني شاهدانو په وينا تر دغې پېښې وروسته بيا د بهرنيو ځواکونو له خوا په سيمه کې موجود ټول افغاني ځواکونه بې وسلې کړی شول تر دې چې يوه سره يې هم څه پرې نه ښودل.
په دغه پېښه کې د پام وړ ټکی دا دی چې له بده مرغه لکه د هېواد په زياترو سيمو کې چې ليدل شوي يو شمېر افغاني ځواکونه لکه ځانګړي ځواکونه يا د ځينو قوماندانانو شخصي مليشې له بهرنيانو سره اوږه پر اوږه د هېواد په کليو او بانډو کې هم په شپنيو عملياتو کې ګډون کوي او هم دغه شان نورو چاڼيزو منډو ترړو کې. مانا دا چې زموږ ياد امنيتي پرسونل تر هغې کچې ذلت ته غاړه ايښې چې له پاکې کلمې او د ايمان او پخواني جهاد له دعوو سره سره اوس د څو ناچيزو پيسو ګټلو په خاطر له څرګندو کفارو سره اوږه پر اوږه زموږ د مظلومو هېوادوالو په کور و کوڅو کې ګرځي او د داعش، طالب يا کوم بل مسلمان افغان پلټنه کوي. دا بېله خبره ده چې وخت نا وخته د اردو، پوليسو يا شخصي مليشو له منځه کله نا کله پر بهرنيانو وسلوال بريدونه هم کيږي او هغوی ته خامخا څه مرګ ژوبله اړوي.
خو هغه څه چې ډېر د تأسف وړ دي، له بهرنيو ځواکونو سره د دغسې مليشو د مشرانو ګډه ملګرتيا او شريک پروګرامونه دي. لکه همدغه د ظاهر قدير مليشې چې له منځه يې دوو کسانو د خپلو مشرانو د خوښې پر خلاف اقدامات ترسره کړل. همدغه شان حالت د اردو د کنډکونو، پوليسو، اربکيانو او نورو شخصي مليشو هم دی. ځکه مشران يې پرته له شکه بهرنيو ځواکونو سره هر وخت په سلا مشوره کې دي او تل د هغوی د سياسي او نظامي اجنډاؤ په تطبيق کې لګيا. اوس چې د اچين پېښه کې بهرنيانو د اربکيانو پوسته کاملاً بمبار کړې او ټول وسلوال يې وژلي دي، په حقيقت کې د همدغې ناروا انډيوالۍ ناوړه انجام دی. که څه هم دا ډول پېښې زموږ او هر وطنپال او با احساسه افغان لپاره د ژورې خواشينۍ وړ دي.
ځکه موږ خو نارې وهو چې بهرنيان هيڅکله زموږ دوستان کېدای نه شي بلکې هغوی د خپلو شيطاني دسيسو او پلانو پر مټ افغانان سره وېشلي او يو د بل پر وژلو يې اخته کړي دي. چې په دغو دسيسو کې يوازې د ډلو مشران، ځينې لويان چارواکي او يو شمېر سياستوال شامل دي. نور عام ولس خو له څېرمې د بې دينه يرغلګرو سخت مخالف او د مقابلې لپاره يې له سروماله تېر دي.
مطلب دا دی چې که زموږ يو شمېر سياستوال، زورواکي قوماندانان، مخور او لويان چارواکي له بهرنيانو سره ملګرتيا ونه کړي او له هغې جګړې لاس واخلي چې له ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه بهرنيانو پر دوی ور تپلې نو يقين دی چې نه به مو هېواد کې د بهرنيانو دغه ډول بدماشي روانه وه، نه به داعش ؤ او نه به له شماله او جنوبه دغه د سرغړاوي او بغاوت په جاره اعلانونه. دلته د يو مسلمان او مېړني ملت په توګه موږ ته دا فکر کول په کار دي چې ولې د مسلمانۍ او جهاد له دعوو سره سره تر دې کچې د بهرنيانو ملګرتيا وشي چې له هغوی سره اوږه پر اوږه يې ټوپک اخيستی او د مسلماناو پر کورو ور خېژي! دا سره له دې چې له بهرنيانو سره زياتره عملاً همکار قوماندانان د اسلامي مبارزې او في سبيل الله جهاد دعوې هم کوي! خو ايا دا به زښته ډېر د تعجب ځای نه وي چې له همدومره غټو دعوو سره سره بيا هم له بې دينه يرغلګرو سره اوږه پر اوږه د خپلو مسلمانو هېوادوالو پر خلاف وسلې ته لاس کوي او د بهرنيانو په ژبه هماغه اصطلاحات کاروي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې به خامخا پر مخ ځو؟ ترهګر څوک او زموږ په هېواد کې کومه ترهګرۍ وه چې بهرنيانو يرغل پرې وکړ او بيا يې ورځ تر بلې فتنو، فسادونو او نارواؤ کې ډوب کړ؟
په دې اساس نو د ننګرهار له دغې وروستۍ پېښې بايد هر مسلمان افغان دا عبرت واخلي چې بهرنيانو سره هيڅکله او په هيڅ صورت انډيوالي نه ده په کار. هغوی زموږ سرسخته دښمنان او شپه ورځ زموږ تر منځ د فتنو او فسادونو په ايجادولو کې لګيا دي. بل دا چې نور بايد مشران چارواکی، قوماندانان او سياسي مخور شخصيتونه هم وپوهيږي چې که ځينې افغانان د پيسو، رشوتونو، نوم، رتبې او شهرت ترلاسه کولو لپاره يرغلګرو کفارو سره انډيوالي او ملګرتيا کولی شي نو وي به خو په عمومي توګه ټول افغان ولس ته دغه د غوڅ ملاتړ بهرني سلاکاران او جنګيالي هيڅکله د منلو نه دي. زموږ عام هېوادوال هغه که طالب دی، عسکر دی، پوليس، اربکی او پاڅونوال، په هر نامه يې چې څوک يادوي تل تر تله دغو بهرنيانو سره د مقاومت او دښمنۍ په فکر کې دي او هر يو د موقع او چانس په لټه کې. نو چې واقعيت همدا وي په هېواد کې به څرنګه امنيټ او کراري راشي او ايا بهرنيانو سره ملګرتيا کول له دې پرته بل انجام لري؟

ليکنه: ډاکټر محمد اسحاق شينواری

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*