تازه خبرونه
Home / سلایډر / امریکایان څه غواړي؟!!

امریکایان څه غواړي؟!!

سوله غوښتونکي، سوله کوونکي او د مخالفو او متخاصمو ترمنځ ټول دریمګړي په دې ایاتونو (والصلح خیر) او (فاصلحو بین اخویکم) باندې استدلال کوي.
د حدیبې سوله او د راشدو خلیفه ګانو سولې د بیلګې په توګه وړاندې کوي او وايي چې: د الله جل جلاله نازولي رسول محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او راشدو خلیفه ګانو رضی الله عنهم هم په ځينو مواردو کې له دښمنانو سره روغه جوړه کړې. سمه ده چې هغوی مناسبه بللې سوله یې کړې او که ښه ورته برېښيدلې، نو د جهاد سنګر او د تورو میدان یې ګرم ساتلی وو. هر څه د مسلمان ملت د علیاء ګټو په موخه و، خپل ځاني اغراض یې په پام کې نه نیول.
زمونږ هېواد کې هم دا (۳۹) کاله د باروتو اور بلیږي، ګټې یې نورو ته رسیږي، خو د اور خوراک افغانان دی. کله د کمونستانو په اور سوځي او ګټه یې شورویانو ته رسېدلې او کله بیا نورو ګاونډيانو په اور تیل شیندلي او په هغه کې یې خپلې شومې او ناروا موخې ترلاسه کړې. او افغانان یې په داسې سمندر لاهو کړي چې اوس ساحل او ګودر نشي پيداکولی، که چیرې لرې ساحل او ګودر په نظر ورشي، نو دا ظالمان د دوی د تګ مسیر تغیر کړي او د ګرداب په لور یې ور برابر کړي، څو په کې غرق شي.
اوس د کینه کښو ګاونډيانو په ملاتړ امریکایان او ملګري یې زمونږ په هېواد کې شتون لري. اور یې بل کړی، ډېر کارونه د دوی په توسط ترسره کيږي. او چې دوی ونه غواړي هیڅ هم نه کیږي. د درواغژنې ډيموکرایتکې ټاکنې او د هغه پایلې په دوی پورې تړلې، د ټولټاکنو د کمیسون د مسؤلینو نصب او عزل د دوی په اشاره کيږي.همدراز سوله هم امریکایانو او ملګرو یې یرغمل کړې ده؛ ځکه چې تر څو دوی زمونږ په ټاټوبي کې وي تر هغه به د سولې څرک هم ونه وینو.
سوله زمونږ د هېوادوالو هیله او ارزو ده؛ خو پردیو راڅخه تښتولې او افغانان یې په خپلمنځي جګړو اخته کړي له دواړو خواو افغانان په باروتو کې سوځي، د بهرنیانو قتل او وژنه سلنه نه تشکیلوي. امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د جګړې اوږدېدل غواړي. څو تر ډېره دلته پاتې شي. پاکستان هم مهار کړي، چین ته هم ګواښ وي. نو بناءً د امریکایانو شتون د افغاني سولې په وړاندې ستر خنډ دی؛ ځکه دوی د افغانانو یووالی او اتحاد، سوله او روغه جوړه نه غواړي او نه یې زغملی شي. د امریکایانو په خوښه او ملاتړ ولسمشریزو ټولټاکنو ته نوماند او بیا ګټونکي ته هم خنډونه راولاړوي او په ټاکنو کې ماتې خوړلي ته روحیه ورکوي، د پایلو تر اعلانېدو پرته ځان ګټونکی اعلان کړي. دا ولې؟ ځکه امریکایان غواړي چې په دواړو نوماندانو حکومت وویشي، څو د افغانستان قیادت کمزوری وي چې که چیرې امریکایانو ته بل ښه مخلص ګوډاګی په لاس ورشي نو د کمزوري کاواکه حکومت راپرځول به اسانه وي. بل دا چې یرغلګر په افغانستان کې اساساً زورور حکومت نه غواړي.
سوله امریکا او د هغې ملګرو یرغمل کړې ده، دوی اراده نه لري چې افغانان ارامه، سوکاله او هوسا ژوند وکړي، ځکه د سولې نشتوالی، د ارامه او سوکاله ژوند له منځه وړل دي. باید د هېواد واکمنان د هېوادوالو ستونزو او کړمو ته وګوري چې هغه په څه کې پټې دي؟ دا واضح او ښکاره ده چې ټول مشکلات او کړاونه په ناامنۍ او د امنیت په نه شتون کې نغښتي. سوله او امنیت بدمرغه جګړې له منځه وړي. واکمنان دې ټول هېواد په کابل او د ځینې ولایتونو په مرکزونو نه قیاسوي، چې دلته خو امن او امان دی، هر څه په عادي حالت روان دي. نه؛ په ټول هېواد کې حالات داسې نه دی، هر ځای وینې توییږي، هېوادوال په کې تړپيږي!! ولې؟ ځکه په هېواد کې سوله نشته، د هېواد ډېرې سیمې د حکومت له کنټروله وتلې دې. چې هلته د حکومت پریکړې نه چلیږي، چې هلته بیا طالبان د ولسونو ستونزې ور هواروي.
د هېواد د (۳۹) کلن کړکیچ حل په سوله کې نغښتی. د زور له لارې حللاره نه لري، که په زور دا ستونزه ختمېدای سرو شورویانو او د هغو بړيڅو به میدان ګټلی و. شورویانو به ماتې نه خوړه. او همدراز په یوویشتمه پيړۍ کې به امریکا او انډيوالانو یې د افغانستان روان بحران هوار کړی و. خو د هوارېدو پر ځای یې لا کړکیچن کړ، سوله یې عنقا کړه.
د افغانستان د واک او قدرت دعوی داران دې د بهرنیانو په مرستو او عسکرو نه غولیږي له خپلو هېوادوالو سره دې په اخلاص د سولې بین الأفغاني مذاکراتو ته کیني، د سولې لاره دې غوره کړي. په جګړه سره ستونزه نه هواریږي، په خبرو اترو البته په بین الأفغاني مذاکراتو حل مومي. «غوټه چې په لاس خلاصیږي په خوله یې د خلاصولو اړتیا نشته».
همدراز له وسله والو طالبانو څخه هیله لرو چې: له حکومت سره د سولې مذاکرات پيل کړي، هغه طالب بندیان چې د حکومت په بنديخانو کې اسیر دي، تر څو هغوی ته هم خپل انساني حقوق ورسیږي او دایمي له ظلمونو او شکنجونو څخه خلاص شي.
عبدالرؤف خپلواک

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*