تازه خبرونه
Home / ټولنیزموضوعات / نیتجه یانې څه؟

نیتجه یانې څه؟

رجب خان: دا مامورین او میرزایان، چې نتیتجه، نتیجه وايي د دې څه مانا او نتیجه څه شي ته وايي؟
عجب خان: لکه له شودو نه چې څوک پیروی ټول کړي یا له مستو نه کوچ وباسي، نتیجه هم دغه شان شی دی. کوم مامور چې د یوې فقرې تحقیق او تفتیش ته مقرر شي او له خلکو سره دومره سوال او جواب وکړي، چې مقصد او مدعا ورکه شي؛ نو بیا چې له هغو پاڼو نه مطلب راباسي، نتیجه ورته وايي.
رجب خان: ښه دې پوه کړم! هغه ورځ، چې رموږ کلي کې مړی شوی و او حاکم صاحب له میرزایانو سره راغی، قاتلان خو تښتېدلي ول، مګر دوی دا نور خلک له سوال او ځواب لاندې ونیول او یو سوال به یې څو څو ځله کاوه، زه حیران یم، چې ولې دوی یوه خبره دومره شاربي اوړ خلک په تور او سپین اړوي. اوس پوه شوم، چې دوی کوچ ورځنې ایستل او پیسې یې پکې اخیستلې؛ نو هر کله چې نتیجه او پیسې لاس ته ورغلې، بیا څوک په مړي پسې و نه ګرځېدل او نه یې چا پوښتنه وکړه.
ښه د میرزایانو په نتیجه خو دې پوه کړم، اوس یو څو نورې نتیجې هم راوښیه.
عجب خان: نتیجه په یوه ځای کې له بل ځای نه فرق کوي، ځکه وایم، چې زموږ په ملک کې:
د علم نتیجه: امامتي کول او خیراتونه خوړل
د ماموریت نتیحه: رشوتونه اخیستل
د مال او ثروت نتیجه: سود کول
د هوښیارۍ نتیجه: چل او فریب
د ناپوهۍ نتیجه: شرارتونه او فسادونه
د نادارۍ نتیجه: غلا او ناحقه دعوې
د قوت نتیجه: ظلم او تهدي
د پاکنفسۍ نتیجه: فقر او قرضداري
د چالاکۍ نتیجه: معتبري
د چاپلوسۍ نتیجه: د آمرینو خوشحالي.

الفت

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*