تازه خبرونه
Home / تازه خبر / ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه تصویب کړه

ولسي جرګې د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه تصویب کړه

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۰/۲۷): ولسي جرګې نن چهارشنبه د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه تصویب کړه، ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډې ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي غوښتی و او له هغه څخه یې د ۱۳۹۷ هـ. ش کال د مالي بودیجې په اړه څیړنې او پوښتنې وکړې او بالاخره یاده بودیجه یې تصویب کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمیسیون مشر امیر خان یار وویل: د یوې متوازنې بودیجې د جوړولو په هدف د ولسي جرګې د بیلا بیلو کمیسیونونو او دولتي ادارو سره له ناستې وروسته د بودیجې په دوهمه مسوده کې یو لړ اړین تغیرات راوستل شول، چې ۸۰ سلنه ضمیموي پروژې پکې شاملې شوې.
ویل کیږي، چې: د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۳۷۷،۰۱۱ میلیارده افغانۍ ده، چې ۲۶۶،۱۳۳ میلیارده یې عادي او ۱۱۰،۸۷۸ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه جوړوي.
د مالي وزیر اکلیل حکیمي وایي: یاده بودیجه د ټولنې د واقعیتونو په نظر کې نیولو، شته امکاناتو، ملي پروژو پلي کولو، اداري جوړښتونو، د لګښتونو معتبر چوکاټ پلي کولو او د نړیوالو معیارونو په اساس ترتیب شوې ده.
نوموړي وویل: له ټولو بودیجوي واحدونو څخه غوښتنه لرم چې د شته امکاناتو په نظر کې نیولو، اغیزمنتیا، د حکومت پراختیایې لومړیتوبونو او د هیواد ملي ګټو په اساس د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه مصرف کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قوس په ۲۲ مه نیټه ولسي جرګې مالي بودیجه توازن او عدالت ته په نه پاملرنې سره رد کړې وه؛ خو اوس یې چې تائیدوله؛ نو بیا یې هم په اړه وکیلان هم نظره نه وو؛ ځینو یې رد غوښت او بعضو یې ویل، چې: د بودیجې نه تصویبول د خلکو ستونزې نورې هم زیاتوي.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*