تازه خبرونه
Home / تازه خبر / د افغانستان پر وضعيت به د فتواګانو څه اغېز وي؟

د افغانستان پر وضعيت به د فتواګانو څه اغېز وي؟

خبري سرچينو رپوټ ورکړی چې تېره ورځ د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون له خوا هغه کتاب خپور شو چې ويل کيږي د پاکستان اتلس سوه ديني علماؤ پکې د سرتېرو بريدونو د حرمت فتوا ورکړې ده. که څه هم تر دې مهاله دا نه ده څرګنده چې په دغو علماؤ کې به څومره مخور او نامتو اشخاص شامل وي خو ګومان کيږي چې ډېری به يې هغه کسان وي چې ان لا څو کاله ړومبی يې همدغه شان فتواګانې صادرې کړې وې.
خو په هر صورت څرنګه چې فتوا د ګردو مسلمانانو لپاره د تطبيق وړ وي. ځکه خو څوک نه شي ويلی چې دا فتوا به يوازې د پاکستان لپاره وي، نه د ټولو مسلمانانو لپاره. خو بل لور ته بيا زياتره سياسي کتونکي په دې نظر دي چې دغه فتوا د پاکستان د پوځي او سياسي کړيو په اشاره ترتيب او خپره شوې ده. ځکه معلومه ده چې په دغو ورځو کې د امريکې له خوا پر پاکستان يو لړ فشارونه اچول شوي څو د افغان طالبانو پر خلاف اغېزمن ګامونه واخلي. خو څرنګه چې پاکستاني واکمن د وخت په سياسي لوبو کې خورا ښه مهارت لري نو ښايي يو لړ داسې اقدامات ترسره کړي چې ظاهراً مؤثر ښکاري خو په حقيقت کې هيڅ عملي اغېز ونه لري، لکه همدغه د فتوا موضوع. خو د همدغو جعلي او بې کيفيته اقداماتو په نتيجه کې هم کېدای شي د پاکستان پر خلاف د بنديزونو لګولو او يا د امريکايي مرستو د بندېدو مخه ونيول شي. په دې توګه به غالباً پاکستان يو ځل بيا د خپل ځان په ژغورلو کې بريالی راووځي.
پاتې شوه دا خبره چې ايا دغه ډول فتواګانې به د افغانستان پر وضعيت لږ و ډېر اغېز وکړي او کنه. په دې هکله ډېری افغان ديني او سياسي شخصيتونه باوري دي چې د پاکستان د سياسي او نظامي کړيو دا ډول حرکتونه به ښايي د افغانستان پر موجوده وضعيت چندان اثر ونه ښندي. ځکه په افغانستان کې د روانې جګړې لومړی او تر ټولو مهم لامل د بهرني، ځواکونو حضور دی. بيا حضور هم داسې چې بهرنيان د هېواد په ګوټ ګوټ کې هرې جګړې ته د ځمکې يا هوا له لوري ځان رسوي، بمبارۍ کوي، پر کورونو چاپې وهي او پلي تعرضونو کې ښکاره برخه اخلي. دغه راز د هېواد او نظام په ټولو سياسي، نظامي، اداري، او نورو مهمو تصاميمو کې څرګند رول او ښکاره واک لري. له بلې خوا ګرد افغان ملت ته دا هم ډېره ښه معلومه ده چې د هېواد په موجوده ګډوډيو لکه د داعش منځ ته راتلو، د مختلفو زورواکانو بغاوتونو، مالي چورچپاو، ځينو مافيايي ډلو ايجادولو او عام اداري فساد په خپرېدو کې تر هر څه ښکاره لاس د همدغو بهرنيانو دی.
اوس نو خپله فکر وکړئ چې کله په يو هېواد کې بهرنيان دومره ډېر ښکېل او تر دې کچې پراخه بوختيا لري، ايا کېدای شي خلک يې ټول راضي او د نظام ملاتړي اوسي. له بلې خوا دا تاريخي واقعيت هم ټولو نړيوالو او ګرد افغان ملت ته معلوم دی چې افغانستان د امپراطوريو هديره ده يعنې هر څومره بهرڼيان چې په يرغلګره توګه دلته راغلي، که افغانان يې هر څومره ځورولي خو اخر دوی هم په مات زړه تښتېدلي او پر خپلو وژل شويو کسانو او مالي لګښتونو يې سخته پښېماني څرګنده کړې ده.
مطلب دا چې په دغسې يو مېړني هېواد کې د بهرنيانو له دې ډول حضور او جنګي فعاليتونو سره سره به څرنګه ممکنه وي چې د پاکستان د يو شمېر ملايانو د فتوا له امله خلک د بهرنيانو پر وړاندې له مقاومته لاس واخلي؟ دا هم په داسې حال کې چې روانه جګړه هم نه د هغوی د فتوا پر اساس پيل شوې او نه افغان مسلمان ولس له کوم پاکستاني ملا دا ډول فتوا غوښتې ده. ځکه افغانان خو الحمدلله له څېرمې کلک مسلمانان او ښه دينداره خلک دي. دا ولس په ډېره ښه توګه خپل ديني او ملي ارزښتونه پېژني، د خپلو سرونو او مالونو په بيه دفاع ترې کوي او له پرديو تپل شويو نظرياتو، عقايدو او رسومو څخه ډېره کرکه لري.
همدارنګه ټول نړيوال او افغاني سياستوال او چارواکي دې دا واقعيت هيڅکله هم له ياده نه باسي چې د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو په موجوديت کې به زموږ هېواد کې چېرې هم سوله او کراري را نه شي. تر ډې چې که فرضاً وسلوال طالبان او نروې ټولې سياسي او مخالفې وسلوالې ډلې د ځينو مصالحو او ملحوظاتو له کبله په رسمي توګه له بهرنيانو او خپله افغان حکومت سره سوله او جوړجاړی هم وکړي خو بيا به هم د عام ولس له خوا حتماً همداسې جنګ او مقاومت روان وي او ښايي هيڅوک د دوی اوامرواو فتواګانو ته غوږ هم ونه نيسي. دا ځکه چې د يرغلګرو کفارو په مقابل کې له خپل ځان، دين او هېواده دفاع کول د دې ملت جايز حق او ديني- ملي مسؤليت او ذمه واري ده. دا سبق زموږ خلکو ان په خاپوړو کې زده کړی او له تېرو څوارلو پېړيو راهيسې په همدې لاره روان دي. همدا وجه ده چې په دغسې مواردو کې د هيچا د فتواګانو اړتآي نه محسوسوي. او که خبره د مسلمانانو د وژنې او يا مسلمانانو سره د جنګ جګړې کولو وي نو بيا هم زموږ ټول ملت پر دې پوهيږي چې مسلمان وژنه بالکل ناروا، سراسر ظلم او ستره ګناه ده.، ښکاره ده چې خل په دې اړه هم کومې فتوا ته محتاج نه دي. او که ځينې سياسي او پردي، سره تړلې ډلې په دې هکله ډېر دلايل هم ورته وړاندې کړي، بيا هم د چا زړه ته نه لويږي. خو دا خبره هم ياد ساتل په کار دي چې له بې ديڼه يرغلرګو سره مرسته او له هغوی سره اوږه پر اوږه د خپلو مسلمانو هېوادوالو پر کورونو ورختل هم ډېره لويه ناروا ده.
په دې صورت کې بيا هم د پردي يرغلګر او خپل مسلمان پرديپاله ټوپکوال هيڅ توپير نه شي کېدای. يوازې همدا هغه واقعيتونه دي چې هر مسلمان ته ډېر ښه معلوم او د هيچا فتوا ته پکې اړ نه دي. ځکه خو د ملايانو فتواګانې يوازې په همدې چوکاټ کې دننه چلېدای شي.
ليکنه: عبدالکريم مصلح

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*