تازه خبرونه
Home / سیاست / افغانستان / د عطا په اړه د امريکايي سفير مداخله!

د عطا په اړه د امريکايي سفير مداخله!

د ارګ له لوري د بلخ د زورواک والي عطا محمد نور استعفی نژدې يوه مياشت وړاندې ومنل شوه او پر ځای يې دې ولايت ته نوی والي انجنير داود وټاکل شو. خو دا دی وينو چې د يوې مياشتې په تېرېدو لا هم حکومت نه دی توانېدلی چې عطا رسماً لرې او پر ځای يې انجنير داود معرفي کړي. عطا محمد نور چې د هېواد د څلور دېرشو ولايتونو له جملې د يو ولايت والي دی، نا اشنا کيسه يې پيل کړه، د واک پرېښودلو لپاره يې ارګ ته يو څه شرايط وړاندې کړل او د بلخ ولايت پرېښودلو په بدل کې يې له حکومته د څو ولايتونو، سفارتونو او ماموريتونو غوښتنه وکړه! د همدغو شرايطو په اړه د جمعيت ګوند او ارګ تر منځ څو پړاوه مذاکرات تر سره شول او لا هم روان دي.
همدا اوس هم په نيويارک کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له ګډون کولو ډډه وکړه او د دې وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښاغلی رباني د يو لړ مهمو کورنيو مسئلو د حل کولو له امله نه شي کولی په ياده غونډه کې ګډون وکړي. بايد وويل شي چې صلاح الدين رباني د جمعيت له لوري ارګ سره د روانو مذاکراتو مشري کوي. د بلخ زورواک عطا محمد نور حکومت ته د حيرتانو بندر د بندولو په شمول ډېر ګواښونه وکړل او اوس هم په دې خبره ولاړ دی چې تر هغو به د بلخ ولايت له واکه لاس په سر نه شي تر څو يې ټول شرايط ومنل شي او جمعيت اسلامي – ارګ يوې پرېکړې ته ورسيږي.
د عطا په برخليک کې د امريکايي سفير مداخله
د سياسي څېړونکو په باور د عطا له ګواښونو او شرايطو سره سره نور د هغه برخليک ټاکل شوی او ډېر ژر به د بلخ له تخته را کوز او پر ځای به يې نوی والي خپله دنده پيل کړي. د دوی په باور د دغې لانجې په لومړي سر کې خو امريکايانو هيڅ مداخله ونه کړه، ځکه خو عطا هم په آينه کې ځان زمری وليده، خو اوس يې که د امريکايي چارواکو خبرې اورېدلې وي کېدای شي په ټيټو سترګو خپله لاره ونيسي.
هېره دې نه وي چې استاد عطا څو مياشتې وړاندې ډېره سمه او پر ځای وړاندوينه کړې وه، هغه ويلي ؤ چې د امريکايانو د راتګ په پيل کې له دوی څخه ډېر کار واخيستل شو خو اوس د «پيپسي بوتل» په څېر لېرې وغورځول شول. همداسې په کابل کې د امريکا سفير جان باس هم وويل چې ژر تر ژره به د بلخ پرځول شوي والي څخه نوي والي ته واک ولېږدول شي او په دې اقدام کې تاو تريخوالي ته هيڅ ځای نشته. ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د امريکايي ولسمشر مرستيال (مايك پنس) هم له افغان ولسمشر اشرف غني سره د يو لړ نورو موضوعاتو تر څنګ د بلخ په هکله هم خبرې وکړي، نوموړي هم ټينګار وکړ چې د بلخ له پرځول شوي والي څخه بايد نوي والي ته په سوله ايزه توګه واک وليږدول شي.
د بلخ معامله کې د امريکايي چارواکو مداخله زموږ په ګټه که تاوان؟!
په دې اړه زياتره سياسي مبصرين وايي: که څه هم د امريکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې له يوې خوا زموږ په داخلي چارو کې ښکاره لاس وهنه او د ډېر لوی شرم او تأسف ځای دی، خو له بلې خوا د مرکزي حکومت د استحکام په لوري مهم ګام دی. د دوی په باور د عطا محمد نور په لېرې کېدو سره به ښايي په نورو ولاياتو کې راپورته شوي بغاوتونه هم له منځه ولاړ شي.
ځينې نور هم د امريکايي چارواکو مداخله فی الحال د مرکزي حکومت په ګټه بولي خو وايي: امريکايان هيڅکله زموږ د واحد مرکزي حکومت ارمانجن نه دي، بلکې اوسنی دريځ يې هم د پردې تر شا ځينې نور رمزونه لري چې د وخت په تېرېدو به رابرسېره شي. البته د مرکزي حکومت استحکام له هره پلوه د هېواد په ګټه او په ټول هېواد کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ تضمينونکی دی. ځکه پياوړی حکومت او واحده مرکزي اداره د سولې په لړ کې هم ډېر مهم رول لري.
ليکنه: سليمان غلجی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*