تازه خبرونه
Home / تازه خبر / چارواکي: ننګرهار کې د القاعده شبکې ۵ تنه وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې د القاعده شبکې ۵ تنه وژل شوي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): چارواکي وایي، چې ننګرهار ولایت کې د القاعده ډلې ۵ تنه وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د خبر په تائید سره ویلي، چې یاد کسان پرون په دغه ولایت کې وژل شوي دي.
ده وویل: د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې تیره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د القاعده شبکې ۵ تنه وژل شوي دي.
نوموړي وویل: په وژل شویو کسانو چې د ځانمرګو بریدګرو د چمتو کولو، جلب و جذب او تبلیغاتو دنده یې په غاړه درلوده، دری یې چیچنایان، یو پاکستان او یو تن افغان وو.
هغه زیاته کړه: نیول شویو کسانو غوښتل، چې د ننګرهار سربیره نورو سیمو کې هم د تروریستي بریدونو له پاره خلک وروزي او یو شمیر ګڼ میشتو ځایونو کې بریدونه ترسره کړي.
خوږیاڼي زیاته کړه: د القاعده ډلې وژل شوی افغان ملګری ملا سونډي نومېده، چې مشهور په سراج وو او په افغانستان کې د یادې ډلې د تبلیغاتو مسؤل ګڼل کېده.
د والي ویاند وویل: له وژل شویو کسانو پنځه میله درنه وسله هم نیول شوې ده.
هغه څرګنده کړه، چې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
مقابل لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
سمسور بریال

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*