تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبان: په لوګر کې ۱۵ حکومتي عسکر وژل شوي

طالبان: په لوګر کې ۱۵ حکومتي عسکر وژل شوي

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱


/۱): طالبان ادعا کوي، چې لوګر ولایت کې د شخړو پر مهال ګڼ شمیر عسکر وژلي دي.
طالبان وايي: تیره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند خواجه انګور په سیمه کې د پولیسو په پوسته د طالبانو له لوري پراخ بریدونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲ ساعته یې دوام کړی او په لړ کې یې ګڼ عسکر وژل شوي او ځينې نور یې ټپیان هم دي.
دوی وایي: د نښتې پر مهال ۲۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
طالبانو ویلي: په نښتو کې د دوی ۲ تنو وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له تیرې اونۍ راهیسې لوګر یو ځل بیا د سختو جګړو شاهد دی.
تازه که څه هم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړمه ورځ د دفاع وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، چې: لوګر ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۰ وسلوال وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان هم دي.
بل لور ته د لوګر والي حلیم فدايي په لوګر کې له ډاډمن امنیت خبر ورکوي او وايي، چې د وسلوالو هر ډول ګواښ ته جدي متوجه دي او هغوی ته به سخت ځواب ووايي.
عظمت بیټنی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*