تازه خبرونه
Home / سیاست / ټرمپ به اړ شي؛ ځو د ویزو بندیزونه لرې کړي

ټرمپ به اړ شي؛ ځو د ویزو بندیزونه لرې کړي

مخکې به ډيره اسانه وه؛ چا به چې هم د اسلام په اړه لږه ګستاخي هم وکړه؛ نو فوراً به امریکا د امریکا ویزه په لاس ورتله او په غربي هېوادونو کې به یې پناه اخیسته؛ خو اوس دغه سلسله لږ څه سخته شوې او حتی سلګونه هغه کسان چې د یوې نیمې لسیزې جګړې پر مهال یې په افغانستان کې له یرغلګرو سره ترجماني کړې، هغه هم امریکا ته په اسانۍ نشي تلی او د یاد هېواد تابعت نشي ترلاسه کولی؛ خو ښايي دغه سلسله اوس یو ځل بیا اسانه او د ډیرو پر مخ خلاصه شي؛ ځکه تازه داسې کارنامه د رسنیو سرټکی وګرځېده، چې خلک یې حیران کړل. هو داسې څه پېښ شوي، چې د افغانانو په سپینه لمن یې یو نوی تور داغ اخیښی دی.
کله چې هم افغانستان د استعمار لاندې شوی، نو نوې لوبې پکې شوې، که یوې خوا مو هېواد پایماله شوی؛ نو بل لور ته مو د فرهنګ، اسلامي شعایرو او مذهبي رسومو د بدلولو هڅې هم په ډيرې چټکۍ سره شوې دي، چې د پورعزمه او مسلمانو افغانانو له لوري یې کلکه مبارزه شوې ده.
ما ډير ځله اوریدلي دي، پلانکي ولسمشر او یا چارواکي کوم بهرني چارواکي او یرغلګر (پوځي قوماندان، سرتیري او جنرال) ته مډال ورکړی وي؛ خو کله هم دغه مډال د ولس، ملکي خلکو او قومي مشرانو په نوم نه دی ورکړل شوی؛ مګر څو ورځې وړاندې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره استعمارګر او اوسني فرعون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لوګر د قومي مشرانو په نوم یو مډال ولېږل شو.
کله چې انګلیسي ځواکونو په افغانستان د لومړي ځل یرغل وکړ او وروسته یې پسې نور یرغلونه هم وکړل، په دغه موده کې د میړني احمد خان (احمد شاه بابا رحمه الله) له لمسي ګوډاګي شاه شجاع رانیولې، تر دوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، یعقوب، عبدالرحمان خان او حبیب الله خان) پورې ټولو د وخت انګلیسي چارواکو او یرغلګرو ته د ګلونو ګیډۍ او میډالونه ورکړل. د شورویانو په وخت کې (ترکي، کارمل، امین او نجیب) څلورو واړو سرو شورویانو ته د افغان تاریخ او افغان خاورې د غازیانو په نوم نومول شوي مډالونه او جایزې ورکړې. له هغه وروسته دا دی د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم د امریکا د اسختباراتو مشر ډیویډ پيټریاس، د پوځ مشر، د ناټو جنرالانو او همداراز سرتیرو ته جایزې ورکړل شوې او اوس د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال هم دغه سلسله دوام لري؛ خو عجیبه یې دا ده، چې د لومړي ځل له پاره د لوګر یو شمیر سپين ږیرو چې زیاتره یې د امریکا له لوري د پلورل شویو شریرو اربکیانو مشران دي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د شجاعت په نوم د سرو زرو مډال جوړ او هغه ته یې د امریکايي سفارت له لوري ولېږه.
دغه مډال چې د ساداتو قوم د مشر فرهاد اکبري په مشوره او مشري جوړ شوی، لوی لامل یې د ټرمپ له لوري پاکستان ته د سخت غبرګون ټویټ وو.
ویل کیږي، چې: د جایزې ټول لګښټ ۴۵ زره افغانۍ دی، که څه هم دا قیمت د ټرمپ له پاره هیس او د هغه د یو وخت د خوراک ارزښت هم نه لري؛ خو د افغانانو د عزت سودا یې بللی شو.
دا چې یاد مډال ټرمپ ته ورسیږي، هغه به یې واخلي او یا نه؛ خو په بله ورځ به د فرهاد اکبري غږ واوري، چې ښاغلی ټرمپه! زما ژوند وژغوره؛ ځکه د لوګر میړنيو په ما پسې راخیستې او وژني مې. بیا به ده ته د امریکا ویزه او د هغه ځای د اوسیدو دایمي تابعیت ورکړل شي، چې ورسره به ټرمپ د افغانستان په ترجمانانو او تالي څټو هم ورحمیږي او د ویزو ورکړه به پیل کړي.
یو بله خبره چې د مډال له ورکړې څرګنديږي؛ امریکايي ولسمشر به د خپل هېواد د خلکو په سترګو کې خاورې ور وشیندي او هغوی ته به ووايي، چې دا دی مونږ په افغانستان کې بریا ته نژدې یو او خلک را نه خوښ دي؛ ځکه چې مونږ ته مډالونه رالیږي.
که څه هم ټولو خلکو وویل، چې د مډال په ورکړې سره د لوګر یادو مشرانو د افغانانو عزت له خاورو سره خاورې کړ؛ خو زه څرګندوم، چې په دې ناوړه او شرمیدلې کړنې سره به د افغانانو عزت خاورې نشي؛ ځکه دا کار یو څو غلامانو او بې حیا تش په نوم قومي مشرانو کړی، چې په خپلې ټولنې کې کوم مقام هم نلري.
لیکنه: عابد

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*