تازه خبرونه
Home / تازه خبر / طالبان: لوګر کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبان: لوګر کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۱): طالبانو خبر ورکړی، چې لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات په بشپړه توګه ناکام شوي او د عملیاتي قوې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو طالب نیوز ته په را استولې خبري بیان کې ویلي، چې: « تیره ورځ د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند پنګرام، نشار، فندوقه، نوې کلا او اورګان سیمو کې له حکومتي ځواکونو سره سختې نښتې شوې، چې پایله کې یې هغوی ته درانه تلفات اوښتي دي».
د طالبانو په وینا: څو ورځي وړاندي څرخ ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه د ګډو افغان ځواکونو لویه قوه راغله، چې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ او له هر لوري تر سختو حملو او ماین چاودنو لاندې ونیول شوه.
د خبرپاڼې په اساس: دغه جګړې چې پرون یې ټوله ورځ دوام وکړ، پر مهال یې ۳۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
طالبانو ویلي: په نښتو کې د دوی یوازې یو تن وژل شوی او د عملیاتي قوې ۲ ټانګونه هم له منځه وړل شوي دي.
بل لور ته د لوګر امنیه قوماندان عصمت الله علیزی وایي، چې: څرخ ولسوالۍ کې له وړمې ورځې د وسلوالو پر وړاندې عملیات پیل شوي، چې پر مهال ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د طالبانو ټولې څرګندونې رد کړې؛ خو باید وویل شي، چې له تیرو دوو اونیو راهیسې یو ځل بیا د لوګر امنیت خراب شوی دی.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*