تازه خبرونه
Home / تازه خبر / کابل : په کانټينینټل هوټل کې لاجګړه پای ته نه ده رسېدلې.

کابل : په کانټينینټل هوټل کې لاجګړه پای ته نه ده رسېدلې.

د پلازمینې کابل په باغ بالاسیمه کې پر مشهور هوټل انټرکانټینینټل هوټل بیګاه ناوخته ډلییز برید پیل شو چې لاهم دوام لري او د امنیتي چارواکو په خبره یوتن بریدګر لا ژوندی دی او مقاومت کوي.

چارواکي وایي ژوندي بریدګر ګڼ شمېر کسان له ځان سره یرغمل کړي دي او له همدي امله دوی زړور نه شي ورباندې ورتلی ترڅو د برمته کسانو ژوند ته ګواښ متوجه نه شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي،  امنیتي ځواکونه سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او له بریدګرو سره یې نښته پیل کړه.

دانش د تلفاتو په اړه وویل :  لومړني معلومات ښيي، چې څلورو بریدګرو دغه برید کړی و، چې دوه یې وروسته ووژل شول او پاتې دوه یې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې ښکېل وو.

د دانش د معلوماتو له مخې په برید کې  یوازي پنځه تنو ګډونوالو ته مرګ ژوبله اوښې

د نوموړي په وینا له دوو اونیو راهیسې د یاد هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. ښاغلي دانش دغه راز ویلي، بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي وو.

ویل کېږي، په هوټل کې مراسم روان وو چې برید ورباندې وشو خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي د مراسمو ګډونوالو ته تلفات نه دي اوښتي.

انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي او بهرني میلمانه هم د اوسېدو لپاره ورځي.

پر انټرکانټیننټل هوټل د ٢٠١١میلادي کال په جون مياشت کې هم حمله شوې وه، ٢١ تنه يې په نتيجه کې وژل شوي وو چې لږ تر لږه ١٠ تنه يې ملکيان وو.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*