تازه خبرونه
Home / تازه خبر / غزنی: شلګر او قره باغ کې درنې جګړې شوې

غزنی: شلګر او قره باغ کې درنې جګړې شوې

طالب نیوز ــ (۱۳۹۶/۱۱/۲): د غزني شلګر او قره باغ ولسوالۍ چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې پکې سختې جګړې دوام لري، هره ورځ د طالبانو او دولتي ځواکونو د نښتو شاهدې وي.
ویل کیږی، چې پرون ورځ و بېګاه شپه هم دواړو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼې کې ویلي، چې: پرون ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د شلګر ولسوالۍ اړوند جمال کلا سیمه کې د پولیسو په پوسته د مسلحو طالبانو له لوري پراخ بریدونه ترسره شول، چې له امله یې پوسته طالبانو ونیوله او پولیسو پرته له کوم لوی غبرګون له سیمې شاتګ وکړ.
خبرپاڼې ویلي: په دغه مهال نښته رامنځ ته شوې؛ خو د مرګ ژوبلې کره شمیره یې نه ده معلومه.
د طالبانو خبرپاڼې همداراز کښلي، چې: تیره شپه شاوخوا ۳ بجې هم په یاده سیمه کې د پولیسو په پوسته برید شوی، چې ۵ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لور ته طالبانو قره باغ ولسوالۍ کې هم د جګړې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې: د یادې ولسوالۍ اړوند مشکي سیمه کې د پولیسو په پوستې د طالبانو له لوري تعرضي برید شوی، چې له امله یې عسکرو ته درانه تلفات اوښتي او پوسته د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
که څه هم د غزني د ولایتي شورا هم له څه مودې راهیسې د شلګر ولسوالۍ په امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوني؛ خو والي عبدالکریم متین بیا د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکوي؛ مګر مني، چې طالبان جګړه د ولس په همکارۍ پر مخ بیايي، چې مخنیوی یې مشکل کار دی.
زلمی احساس

comments

خپله تبصره ولیکې

. *

*